شاته

داعش وسله والو بیا د ننګرهار په کوټ کې پر افغان ځواکونو بریدکړی

د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍپه احمد خېلو سیمه کې داعش وسله والو د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته برید کړی چې له امله یې داعش او حکومتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار امنیه قوماندان برید جنرال سید ګل اقا روحاني امریکا غږ ته وویل چې نن سهار درې بجې د احمد خېلوسیمه کې د محلي پولیسو په پوسته داعش وسله والو برید کړی چې په ترڅ کې یې دولس داعش جنګیالي وژل شوي او دغې ولسوالۍ کې دپولیسو په موټر ماین چاودنه هم شوې ده چې یو عسکر پکې وژل شوی او بل ټپي دی.

خو یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې د کوټ ولسوالۍ کې د شوې جګړې له امله څلور محلي پولیس هم وژل شوي دي.

سیمه ییزو اوسېدونکو هم امریکا غږ ته ویلي چې په جګړه کې څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

اچین او هسکه مېنه کې پر داعش بمباري

په ختیځ زون کې د ملي اردو قوماندانۍ ویلي چې د هسکې مېنې په ګورګورۍ او اچین پېخې سسیمو کې پر داعش وسله والو بې پبلوټه طیارو بمبار کړی چې یویشت داعش وسله وال پکې وژل شوي او شپږ نور زخمیان دي.تر اوسه داعش وسله وسله والو په دې تړاو څه نه دي ویلي