شاته

مالیزیا د میانمار مسلمانانو ته یوه بېړۍ مرسته واستوله

مالیزیا په خوراکي توکو، درملو او لباسونو بار یوه بېړۍ میانمار (برما) ته واستوله چې د روهنګیا له مسلمانانو سره مرسته وکړي.

د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق وویل چې په دې کار سره ښايي د روهنګیا مسلمانانو درد لږ کم شي. د میانمار په ختیځ کې د روهنګیا مسلمانانو په کلیو او بانډو څلور میاشتني پوځي عملیاتو د نړۍ مسلمانان اندېښمن کړي او د مالیزیا صدراعظم د میانمار مشران د مسلمانانو په "نسل وژنې" تورن کړل.

نوموړي په پلازمینه کولالمپور کې وویل "موږ د هغو خلکو چې جنسي تیری پرې شوی، وژل شوي او ژوندي سوځول شوي دي، درد او غم درک کولی شو".

د اسوشیټډ پرس اژانس وايي ۷۰۰ خلک راټول شوي وو چې په مرستو بار دغې بېړۍ ته خدای په اماني ووايي. په بېړۍ کې ۲۳۸ خیریه کارکوونکي او فعالان، ۲۲۰۰ ټنه وریجې، درمل، جامي او نور ضروري توکي بار دي.

د دغه پروګرام یو تنظیمونکي وان نوردین وویل چې دوی د میانمار یانګین ته ځي او هلته چارواکو ورسره منلې چې د دوی ځیني مرسته به ترلاسه کوي او پر روهنګیايي مسلمانانو به یې وېشي.

په میانمار کې له هغه وروسته د روهنګیايي مسلمانانو په کلیو او بانډو کې پوځي عملیات پیل شول چې د نامعلومه کسانو په یو برید کې ځیني برمايي پولیس ووژل شول، چارواکي مسلمان اقلیت تورنوي چې دا برید یې کړی دی.

د دغو پوځي عملیاتو پر مهال او له هغه وروسته داسې تصویرونه او ویډیوګانې خپرې شوې، چې په کې د روهنګیايي مسلمانانو سوځول شوي کورونه ښيي.

د بشري حقونو ډلې هم د میانمار پوځ دا عملیات وغندل. مسلمانان له پخوا څخه په دغه هېواد کې اوسیږي، خو د میانمار اکثریت بودایان دي او مسلمانان د د غې خاورې اصلي اوسېدونکي نه ګڼي او بلکې د بنګلدېش مهاجر یې بولي.