شاته

امریکا په ایران تازه بندیزونه لګوي

د متحده ایالاتو نوی حکومت ښایي نن په ایران د نویو بندیزونو اعلان وکړي. جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پدې ټینګار کوي چې په ایران د فشار راوړلو لپاره "هر څه امکان لري."

هغه سرچینې چې په ایران د بندیزونو د لګولو په هکله معلومات لري، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ایران د بې ثباته کوونکو فعالیتونو په ځواب کې د "پراخې تګلارې" په جوړولو کار کوي.

ټرمپ د انتخاباتي مبارزو پر وخت هم ژمنه کړې چې د ایران په خلاف به جدي اقدامات کوي. سرچینې همدارنګه ویلي دي چې دغه بندیزونه ښایي د ایران په خلاف د ټرمپ د حکومت د جدي پالیسو پیل وي. په ایران تازه بندیزونه د هغه اجرائیوي فرمان له مخې لګول کیږي چې د تروریزم او غټې تباهۍ د وسلو د مسایلو په هکله خپور شویدی.

سرچینه همدارنګه وایي چې په ایران تازه بندیزونه داسې ترتیب شوي چې د تهران او د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو تر منځ د اتومي موافقې د مادو سره په ټکر کې رانشي. ایران پدې موافقې کې منلې وه چې د بندیزونو د لیرې کیدو په شرط به خپل اتومي پروګرام محدود کوي او یورانیم به تر هغې کچې نه غني کوي چې د اتومي وسلو په جوړلو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په ایران د بندیزونو د لګولو په هکله د کافي زیات وخت راپدیخوا کار کیده خو کله چې تهران د همدې تیرې یکشنبې په ورځ د لنډ واټن یو بالاستیک توغندی وازمایه " ټرمپ دیته وهڅیده چې ژر یې وضع کړي"

په همدې حال کې د ایران د ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي یوه سلاکار علي اکبر ولایتي د متحده ایالاتو دغه ګواښ بې ځایه ګڼلي او ویلي یې دي چې ایران به د " بې تجربې" شخص لخوا ګواښونو ته سر ټیټ نکړي. ښاغلي ولایتي دا ندي ویلي چې اشاره یې د امریکا کوم چارواکي ته ده.

بل پلو د متحده ایالاتو د استازو د مجلس رئيس پال راین چې وایي چې د جمهور رئیس براک اوباما حکومت تهران ډیر خوښ ساتلی و. ښاغلي راین خبریالانو ته وویل چې " نور په کار ده چې د ایران خوښ ساتل بند شي."

راین زیاته کړه چې په ایران د تازه بندیزونو ملاتړ کوي. پخپله سپینې ماڼۍ تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.