شاته

اجرائیه ریاست: عطامحمد نور زمونږ استازیتوب نه کوي

د ملي یووالي د حکومت اجرائیه ریاست وايي، د بلخ د سرپرست والي عطاء محمد نور غوښتنې د حکومت د رهبرۍ په کچه ندي مطرح شوي او عطاء محمد نور نشي کولی چې له حکومت سره د اجرائيه ریاست په استازیتوب مذاکرات وکړي.

د اجرائيه رئیس ویاند مجیب الرحمن رحیمي په کابل کې خبریالانو ته وویل د اجرائیه ریاست یوازینی رسمي استازیتوب پخپله اجرائیه رئیس کوي او بل هیڅوک نشي کولی چې ددې ریاست استازیتوب وکړي.

عطاء محمد نور څو ورځې مخکې د معینتونو، والیانو، ډيپلوماټیکو استازولیو د غوښتنې اوږد لست اعلان کړی وو.

مجیب الرحمن رحیمي وویل عطاء محمد نور د جمعیت اسلامي د اجرائيه ریاست استازيتوب کوي.

"مونږ د ښاغلي نور د مذاکراتو او هڅو درناوی کوو. خو داسې غوښتنې د حکومت په کچې په رهبرۍ کې ندي مطرح شوي او مونږ یې جریان کې نه یو."

د اجرائیه ریاست ویاند یو ځل بیا پدې خبري کنفرانس کې د نظام د تغییر خبره وکړه.

ښاغلي رحیمي وویل چې اجرائيه ریاست غواړي د اساسي قانون له لارې اوسنی ریاستي متمرکز نظام، پارلماني غیر متمرکز نظام ته بدل کړي او پدې تړاوو دا اندېښنې چې ګاونډيان پکې لاس لري سمه نده.

هغه دا هم وویل چې راتلوونکي پارلماني ټاکنې به د ټاکنو په پخوانیو کارتونو سره ونشي.

تر دې وړاندې د بلخ ولایت سرپرست ویلي و چې دی له ارګ سره د جمعیت ګوند او اجرائیه ریاست په استازیتوب خبرې کوي چې د نوموړي په خبره، تر دې دمه‌‌یې ښه نتیجه هم ورکړې ده.

د بلخ سرپرست والي د شااوخوا دوه میاشتو راهیسې د ارگ سره په خبرو اترو او د واک د څرنګوالي په مسلو باندې بوخت دی چې ارګ هم دغه مذاکرې ندي رد کړي.

عطا محمد نور ویلي چې په دې خبرو اترو کې یې د څو سفارتونو، ولایتونو او نورو ادارو کې د واک په سر غوښتنې منل شوي هم دي خو ارګ او اجرائیه ریاست وايي چې د مشخصې ونډې بحث کله هم مطرح شوي ندي.