شاته

حزب اسلامي: زمونږ په لست کې جنايي بنديان نشته

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د ګوند یو جګپوړی غړی وایي د دوئ ګوند یو روڼ او ځلانده تاریخ لري او ټوله فیصلې یي مستقلې وې او پرځان یو متکي حزب دی.

د حزب اسلامي د ګوند سیاسي مسؤل غیرت بهیر د پنجشنبې (فبروري ۲) اشنا تلویزیون ته وویل په افغانستان کې به داسی رول ولوبي چې لمړی پکې ملي مصالح او ملي ګټې خوندي اوسي او په بهرني سیاست کې دوه اړخیزه احترام غواړي.

د حزب اسلامي سره د موافقې وروسته په افغانستان او بهر کې یي پرضد مظاهرې وشوې

د حزب اسلامي سره د موافقې وروسته په افغانستان او بهر کې یي پرضد مظاهرې وشوې

تردی مخکې د حزب‎اسلامي د هیات مشر محمد امین کریم رسنیو ته ویلي وو چې د ګلبدین حکمتیار د استوګنې لپاره په کابل کې څو ځایه په نښه شوي دي خو تر اوسه نهایی فیصله نده شوې.

د حزب‎اسلامي په غوښتنو کې، پر دغه ګوند د لګیدلو بندیزونو لیرې کیدل، د یو شمیر بندیانو خوشې کول، د راستنیدونکو کډوالو لپاره ‌یې د ځمکې ټاکل او په کابل کې د حکمتیار د استوګنې معلومول شامل دي.

حزب‎اسلامي وایي د دوئ د لومړنیو معلوماتو له مخې د افغانستان په زندانونو کې د دوئ شاوخوا ۲۶۰۰ غړي په سیاسي ملحوظاتو بندیان دي.

ښاغلي بهیر وویل حزب يي د خپلو بندیانو مفصل لستونه حکومت ته سپارلي او پدې برخه کې د حکومت په کار اوهمکارۍ کې هیڅ اندیښنه نلري.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.