شاته

ساینسپوهان: لرغونو انسانانو لویې خولې درلودې

سایسنپوهانو د دوشنبې په ورځ وویل په چین کې پیداشوی یو کوچنی سمندري ژوی چې د سمندر په تل کې یې په خټو کې شاوخوا پنځه سوه او څلوېښت میلیونه کاله مخکې ژوند کاوه، د تکامل په اوږده مسیر کې ښايي تر ټولو لومړنی پيژندل شوی حیوان وي چې بالاخره په انسان بدل شوی، وي. دغه کوچني حیوان د حشرې په شان بدن درلود او د ټول بدن د اندازې په نسبت یې خوله ډیره لویه وه.

د کیمبرج په پوهنتون کې د فوسیل پيژندنې متخصص سایمن کانوې موریس وايي دا نظریه چې انسان له شاوخوا دوه سوزره کلونو راهیسې پیداشوی او د بیزوګانو د تدریجي تکامل په پای کې رامنځته شوی، ښايي سمه نه وي او ښايي د ساکورایټس په نامه یو کوچني مخلوق چې ډیر پخوا یې ژوند کاوه په تدریج سره په انسان بدل شوی وي .

د ساکورایټس موندل شوی فوسیل یو ملی متر اوږدوالی لري او داسې ښکاري چې د ډیوتیروستومس په نامه د تر ټولو قديمي حیواناتو د ګروپ غړی وي.

په دغه ګروپ کې، فقاریه حیوانات، کبان، ذوحیاتین، خزنده ګان، مرغان او د انسانو په ګډون تي لرونکي حیوانات شامل دي.

په دغه ګروپ کې دغه راز یو شمیر کبان او په سمندر کې ژوند کوونکي یو شمیر چینجي هم شامل دي.

ساکورایټس د Cambrian Period په نامه په یوې بیسارې تکاملې دورې کې ژوند کاوه.د ساکورایټس قدیمي بیولوژیکي خصلتونو د فقاریه حیواناتو په ګډون د ډیوتیروستومس ګروپ حیواناتو ته لاره هواره کړه. کب چې د فقاریه حیواناتو له مخکښانو څخه دی له ساکورایټس څخه شاوخوا ۱۰ تر ۱۵ میلیونو کلونو وروسته راڅرګند شوی.

د چین د یوه پوهنتون فوسیل پیژندونکي وايي ساکورایټس مونږ ته د هغه تکاملي ګروپ په اړه په زړه پورې معلومات راکوي چې وروسته په کب بدل شو او له هغه وروسته په انسان بدل شو.

د ۴۰ ساکورایټس فوسیلونه چې د چین په مرکزي برخې د شانګسي په ولایت کې پیداشوي، د کوچنیو سیاه دانو په څیر ښکاري.

څيړونکي وايي دغه حیوان ځکه کيدای شي لویه خوله درلودلې وي چې خواړه او کوچني موجودات په اسانۍ سره وخوري او داچې مقعد نه لري نو فضله مواد به یې هم له خولې څخه اطراح کول.

دغه حیوان همدارنه په خپل بدن باندې کوچني مخروطي شکله جوړښتونه درلودل چې په نرم او نري پوښ باندې پوښل شوي وو. دغه جوړښتونه به ښايي د اوبو د څښاک او بیرته ویستلو لپاره کارول کیدل.

دغه څیړنه د طبیعت په ژورنال کې خپره شوې.

سرچینه: رویټرز