شاته

د روغتیا او مخابراتو په وزارتونو کې فساد شته - رپوټ

د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمیټې نن په خپل درې میاشتني راپور کې د عامې روغتیا او معلوماتي ټکنالوژۍ په وزارتونو کې د ادري فساد په وړاندې د څار راپور وړاندې کړ.

د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمیټې موندنې ښیي چې په دې دواړو وزارتونو کې فساد شتون لري.

دغې کمیټې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د عامې روغتیا وزارت هڅې نسبتاً مثبتې ګڼلي، خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت يې له اداري فساد سره د مبارزې د پلان په تطبیق کې ناکامه بللی دی.

د دغې کمیټې د روغتیايي چارو څارونکي حسن رضایي وویل د عامې روغتیا وزارت په ورستیو درې میاشتو کې د پام وړ دوه کارونه کړي دي چې یو یې د درملو او طبي محصولاتو د تنظیم ادارې جوړول او او بل په دغه وزارت کې شکایتونو ته د رسیدا مرکز جوړول دي.

هغه د دغو پرمختګونو په اړه وویل "د درملو او طبي محصولاتو د تنظیم ادارې تر دې دمه له څلور سوه او شپیته بهرني شرکتونو نه پنځه نوي شرکتونه لغو کړي دي او همدارنګه د دې وزارت د شکایاتو مرکز پکې چې نوی جوړ شوی تر دې دمه پکې یو سلو شل شکایاته ثبت شوي".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د درملو د تولید د ۹۵ بهرنیو شرکتونو پر فعالیت یې ځکه بندیز لګولی، چې دغو شرکتونو بې‌کیفیته روغتیايي محصولات بازار ته وړاندې کول.

د دغه وزارت سلاکار ډاکټر وحید الله مایار امریکا غږ ته وویل "دلیل یې په دې کې وو چې دا هغه شرکتونه وه چې په نړیواله سطح یې نوم نه درلود او یوازې د افغانستان لپاره درمل او طبي محصولات وړاندې کول چې ښه کیفیت یې نه درلود".

دفساد په وړاندې د مبارزې د ګډې کمیټې لخوا عامې روغتیا وزارت ته د یو سلو پنځلسو قضیو د رسیدنې سپارښتنه شوې وه چې له دې جملې څوارلس یې په بشپړه توګه او دري شپیته یې په قسمي ډول پلي شوي دي او د څلویښتو نورو قضیو په تړاو تر اوسه کوم اقدام ندی شوی.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار وايي، چې د دغې کمیټې ټولو سپارښتنو ته به رسیدنه وشي خو پر وینا یې هغه سپارښتنې چې ډیرې مهمې وې ورته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

د فساد پر وړاندې د مبارزې ګډې کمیټې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له فساد سره په مبازره کې تقریبا ناکام وباله چې په څلورو کاري ساحو کې ورته سپارښتنې شوې وې.

ددې کمیټې د تفتیش امر فایض سهاک په دې اړه وویل "زموږ موندنې ښیي چې د مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت د فساد په وړاندې مبارزه کې ناکام دی ددې وزارت د مبازری په ضد مبارزه کې څلور لومړیتوبه دي چې له دې جملې نه د مالیاتو په راغونډولو کې روڼتیا،د حکومتي خدماتو برقي کول، د عامه پوهاوي لوړول او ددې ترڅنګ د د پوهې او وړتیا په اساس د نوو خلکو د مقرولو له پروسې نه څارنه ده".

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ له مسولینو سره مو د خبرو هڅه وکړه خو هغوې خبرو کولو ته حاضر نه شول، دا په داسې حال کې ده چې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبد الرزاق وحیدي دنده د مرغومي پّ دیارلسمه نیټه د مالي تخطي له امله د ولسمشر په فرمان وځنډیده.