شاته

لاریونکوونکو د کابل لوګر لاره د اعتراض په توګه تړلې ده

سلګونو لاريون کوونکو د کابل- لوګر لويه لاره په محمداغې ولسوالۍ کې د ترافيکو پرمخ د اعتراض په توګه تړلې او د وژل شوو ملکيانو عاملينو ته د سزا غوښتنه کوي.

د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي امريکاغږ ته وويل، چې د لاريون له امله دواړو غاړو ته د خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر ولايتونو سلګونو موټر بند پاتې دي.

ستانکزي وويل، لاريونکوونکي د هغو عاملينو لپاره د سزا غوښتنه کوي، چې تېره اوونۍ په محمداغه ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکيت پرسر د امنيتي ځواکونو او د سيمې داوسېدونکو ترمنځ د شخړې پرمهال پر ملکيانو ډزې کړې دي.

په دغه پېښه کې يو ماشوم د هغه پلار ځای پرځای ووژل شول او يوه ښځه ټپي شوې، چې د سختو ټپونو له امله يې تېره شپه د کابل په ايمرجنسي روغتون کې ساه ورکړه.

يو تن لاريون کوونکي اشرف احمدزي له امريکاغږ سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې په دغه پېښه کې ولايتي چارواکي او امنيتي مسوولين لاس لري او پرمرکزي دولت غږ کوي، چې محاکمه يې کړي.

د لوګر د والي وياند سليم خان صالح وايي، چې په ياده پېښه کې ځينې غيرمسوول وسله وال لاس لري، چې د پلټنو په ترڅ کې يې ۱۶ کسان له ۲۱ ميله کلاشينکوفونو سره نيولي او تر تحقيقاتو لاندې دي.

دغه ځمکه چې شخړې پرې شوې، ټوله ۲۸۷۰ جريبه حساب شوې، چې د محمد اغې ولسوالۍ په شمال کې پرته ده او د تېرو څو کلونو راهيسې پرې خلکو کورونه جوړ کړي او د ځان ملکيت يې بولي.

خو سليم خان صالح وايي، چې د محکمې د پرېکړې له مخې دا ځمکه د دولت ملکيت دی.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.