BBC
 شاته

هند: هټیوال د ۱۵ روپیو پور له کبله ميړه او مېرمن یې ووژل

Image copyright

هند کې د دلت ( ټیټ ټولنیز حیثیت درلودونکي توکم ) اړوند یو مېړه او مېرمن یې د یوازې ۱۵ روپیو پور پر سر وژل شوي دي.

پولیس وايي، دواړه مېړه او مېرمن یې د لوړ حیثیت درولدونکي یوه هټیوال له هغه وروسته ووژل، چې دوی ورنه د پور پرې کولو لپاره نور وخت وغوښت.

دغې جوړې له هټیوال نه بسکټ په پور رانیولي وو. هټیوال نیول شوی دی. پولیس وايي پېښه په ماڼي پور سیمه کې هغه مهال وشوه، چې وژل شوی سړی او مېرمن یې دندې ته پر لار وو.

کلیوال هټیوال اشوک مشرا مېړه ښځه ودرول او د هغو دریو ډبیو بسکټو پور ورکولو غوښتنه یې وکړه، چې دوی څو ورځې مخکې د خپلو ماشومانو لپاره رانیولي وو.

ویل کېږي مېړه، ښځې دکاندار ته ویلي و، چې د ورځې پای کې به د مزد له تر لاسه کولو وروسته د نوموړي پور لنډ کړي. رپوټونه وايي مشرا پرلپسې د پېسو غوښتنه کوله او مېړه ښځه د کروندې لور ته لاړل.

یوه کلیوال ندیم انډین ایکسپریس ورځپاڼې ته وویل: ''وروسته مشرا له کوره یو تبر راوړ او پر بهارت یې د تبر ګوزارونه وکړه، کله چې د بهارت مېرمنې ممتا غوښتل ميړه له هټیواله وژغوري هغه یې هم ووژله''

د دلت توکم اړوندو کسانو له هغه وروسته د کلي لارې وتړلې او احتجاج یې وکړ. د هند لر او بر کې د دغه توکم پر اړوندو کسانو له دې مخکې هم بریدونه شوي دي.