شاته
لویې څارنوالۍ پر ایشچي د تېري قضیه کې د ۹ کسانو د نیولو امر کړی
د افغانستان لویې څارنوالۍ بي بي سي ته وویل، پر احمد ایشچي د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د تېري او تښتونې د ادعا پربنسټ یې د نهو کسانو د نیولو امر کړی. وړاندې امریکايي ''وال سټریټ ژورنال'' ورځپاڼې لیکلي ویلي وو، لویې څارنوالۍ د دوستم د نهو ساتونکو د نیولو حکم کړی.