BBC
 شاته

د ډېوېډ کامیرون کیسه

که څه هم ډېوېډ کامیرون د تېرو شپږو کلونو واکمنۍ پرمهال لاسته راوړنې لرلې، خو د نامه له اخیستو سره يې د هغه لومړي وزیر څېره د سړي مخې ته درېږي، چې له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو پروخت یې د دغه هېواد مشري کوله.

که هرڅه وي، ډېوېډ کامیرون پخپله شپږ کلنۍ واکمنۍ کې ځان لوړې پوړۍ ته ورساوه. په پام کې ده چې د چارشنبې په ورځ نوموړی د لومړي وزارت له څوکۍ لاس په سر شي، خو تل به یې دا یاد پاتې وي چې بریتانیا یې له اروپايي ټولنې وایستله.

هغه د کابو ۱۱ کلونو لپاره د خپل محافظه کار ګوند مشري وکړه – چې ترې وړاندې یوازې سټېنلي بلډوین، تاچر او اغلي وینسټن چرچل د بریتانیا په معاصر تاریخ کې همدومره اوږده مشري کړې ده.

نوموړي په ۲۰۰۵ د خپل ګوندۍ مشرتابه کې ډېرې هلې ځلې وکړې، ده غوښتل خپل ګوند کې د محافظه کارۍ نوې بڼه، ځوانان او ازاد خیاله کسان وویني.

کله چې په ۲۰۰۸ کال بریتانیا کې بانکي کړکېچ پیل شو، د کامیرون وینا هم بدله شوه، هلته د ملکي اصلاحاتو چیغې راپورته شوې.

کله چې په رسنیو کې د کامیرون د پلار این کامیرون د بدنامۍ خبرونه خپاره شول، د کامیرون لپاره دا یوه دردوونکې خبره وه.

Image copyright PA
Image caption کامیرون په ایټون کې د بریتانیا تر ټولو قیمتي خصوصي ښوونځي کې لومړنۍ زده کړې کړې

این کامیرون په ۲۰۱۰ کال ومړ، نوموړی له موره په پښو معیوب زیږېدلی و، مجبور شو چې خپلې پښې غوڅې کړي. د یوې سترګې لید یې هم له لاسه ورکړ، خو ویل به یې چې هېڅکله یې د معیوبیت احساس نه دی کړی او ډېر کم به یې له ناروغۍ شکایت کاوه.

ډېوېډ کامیرون ویلي، ډېر خوشحاله ماشومتوب یې تېر کړی دی.

د کامیرون خپله وینا

"زه عملاً کارکوونکی سړی یم، واقع بین یم. پوهېږم چې چې له کوم ځایه ځان جوړ کړم، خو زه په ایډیالوژیک ډول د کومې مشخصې رویې تړلی سړی نه یم"، ډسمبر ۲۰۰۵.

"زه رادیکال، ټولنیز اصلاح غوښتونکی یم، لکه ټاچر چې د اقتصادي اصلاحاتو غوښتنه کوله" اګسټ ۲۰۰۸.

"په محافظه کاره چوکاټ کې د همنوږو (همجنس ګرایانو) د واده کولو ملاتړی نه یم. زه له دې کبله د همنوږو د واده ملاتړ کوم چې محافظه کاره یم"، جولای ۲۰۱۳.

"موږ به د یوه ملت په څېرد ګوند مشري کوو، یوه متحده بریتانیا. په دې معنا چې ښیرازي د هېواد هر ګوټ ته ورسېږي، له شماله تر جنوبه، له ختیځه تر لوېدیځه"، مې ۲۰۱۵.

د کامیرون پلار څلور اولاده درلود، چې ډېوېډ کامیرون یې درېیم و، د ۱۹۶۶ کال د اکټوبر پر نهمه لندن کې زیږېدلی، د ژوند درې لومړي کلونه یې کنیسټون او چیلسي کې تېر کړي، بیا یې کورنۍ د بیرکشیر نیوبري ته څېرمه د یوه پادري کور ته لېږدېدلې ده.

د ښاغلي کامېرون مور ماري د ۳۰ کلونو لپااره د سولې د عدالت برخه کې خدمت کړی.

کامیرون په اوه کلنۍ هیترډاون ته ولېږېد او هلته یې ښوونځي ته چمتووالی ونیو، په ښوونځي کې یې شهزاده اډوارډ او انډري هم همټولګیوال وو.

اکسفورډ کې د فلسفې، سیاسي علومو او اقتصاد د زده کړې له پیلولو وړاندې، کامیرون یو کال وقفه واخیسته. له محافظه کاره وکیل ټیم رتبون سره یې کار پیل کړ، خو ترې وړاندې یې هانګ کانګ کې درې میاشتې تېرې کړې او هلته د بېړیو استازی و.

Image copyright Getty

کامیرون د براسینوس کالج د ټینیس لوبډلې کپټان هم و.

کامیرون له دندې بهر

موسیقي: باب ډایلن او اینډي راک، ده سمېت.

کتابونه: د ټولو خدای پامان، رابرټ ګرېوز، سیډر وېت روزي، لاري لي.

فلمونه: لارېنس آف اربیه.

تلوېزیون: ګېمز آف ترونس، برېکېنګ بډ، ده کېلېنګ.

اضافي وخت کې: کمپیوټري لوبې

Image caption کامیرون له خپل نژدې ملګري جورج اوزبورن سره

ورزش:ټینس لوبه، سنوکر، ځغاسته، کریکټ لیدل، فوټبال.

ښاغلي کامیرون د ۱۹۹۰ لسیزې پیل کې پرېکړه وکړه چې د پارلمان غړی شي، خو پوهېده چې له سیاست بهر تجربه یې هم حیاتي ده.

ډېوېډ کامیرون اوه کاله د کارلټون د اړیکو د همغږي کولو مشر پاتې شوی، د شرکت له مشر میچل ګرین سره یې د نړۍ ګڼو برخو ته سفر کړی دی.

نوموړي په ۱۹۹۷ کال کارلټون کې له رسمي وخت وروسته دنده مخته وړله. څلور کاله وروسته نوموړي په ۲۰۰۱ کال د اکسفورډشیر وېټني د محافظه کاره وکیل څوکۍ خپله کړه.

کامیرون په ۱۹۹۶ کال له سامنتا سره واده وکړ. نوموړې د سیر ریجنالډ شیفیلډ لور ده، چې د بونډ سرټریټ سمیتسون شرکت کې یې کار کاوه. نوموړې د کامیرون د خور کلیر په مټ د کامیرون د کورنۍ په یوه خصوصي محفل کې ورسره معرفي شوه، چې دواړې نژدې ملګرې وې.

د سامنتا او کامیرون درې بچیان شوي، نانسي، ارت او فلورنس، چې له زیږېدو لږ موده وروسته یې کورنۍ ډاوننګ سټریټ ته ولېږدېده.

لومړی ماشوم ایوان معیوب زیږېدلی چې بالاخره د ناروغۍ له کبله د ۲۰۰۹ کال فبرورۍ کې مړ شو.

کله به چې له ډېوېډ کامیرون دا پوښتنه وشوه، چې ایا پوهنتون کې دې نشه يي توکي کارول؟ تل به یې د پوښتنې له ځوابه تېښته کوله.

اکسفورډ پوهنتون کې د کامیرون ښوونکي پروفیسر فیرنون نوموړی په درس کې "یو ځیرک" زده کوونکی بللی، چې په وینا یې سیاسي اندونه یې "محافظه کاره، منځلاري او معقول" وو.

د محافظه کارو له ګوند سره تر یوځای کېدا وړاندې، کامیرون د لنډ وخت لپاره په ژورنالیزم او د پیسو د ادلون بدلون برخه کې کار وکړ.

رپوټونه وايي، د محافظه کارانو دفتر ته ګهیځ وختي داسې یو تیلیفون ورغی، چې د ۱۹۸۸ کال جولای کې یې د یوې مرکې غوښتنلیک وړاندې کړی و، خو دا یې نه وو ویلي چې د بکنګهام له ماڼۍ یې اړیکه نیولې. ده وویل: "پوه شوم چې تاسو له ډېوېډ کامیرون سره مرکه کوئ".

ډېوېډ کامیرون ورسته د ماليې وزارت سیاسي سلاکار شو.

کله چې کامیرون په ۲۰۰۱ کال پارلمان ته لاره ومونده، ژر یې د پارلمان د ننه پرمختګ وکړ، په سر کې د کورنیو چارو د جرګه ګۍ کارکوونکی شو، چې د نشه يي توکو په تړاو یې د قوانینو د سپکولو غوښتنه وکړه.

د ۲۰۱۰ کال عمومي ټاکنو پرمهال، کامیرون درک کړه چې ګڼ ملاتړي کسان د لیبرال دیموکراټانو د مشر نک کلېګ له ځلېدو وروسته راپورته شوی.

Image caption ۲۰۱۰: ډېوېډ کامیرون له خپلې لور فلورېنس سره
Image caption په ۲۰۱۲ کې کامیرون د سکاټلنډ د خپلواکۍ اخیستو په تړاو له ټولپوښتنې سره موافق و

په ۴۳ کلنۍ کې ډېوېډ کامیرون له رابرټ بنکس جینکینسون او په ۱۸۱۲ کال له دویم ایرل لیورپول وروسته د بریتانیا تر ټولو ځوان لومړی وزیر و، نوموړی په ۱۹۹۷ کال ډاوننګ سټریټ ته د ننوتلو پرمهال له ټوني بلېر شپږ میاشتې کشر و.

Image caption کامیرون د هغه کمپاین مشري کوله، چې بریتانیا په اروپايي ټولنه کې پاتې شي