راجپوت: نړيوالو ټیسټ لوبو ته چمتوالی یو کال وخت غواړي
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی لال چاند راجپوت وايي د کرېکټ ملي لوبډله نړیوالو ټیست لوبو ته د چمتوالي لپاره "یو کال" وخت ته اړتیا لري.
ښاغلي راجپوت له بي بي سي پښتو سره په ځانګړې لومړۍ مرکه کې وویل، افغان لوبډله د پرمختګ په حال ده او د ده په ټکو په تېرنړیوال جام کې ښه وځلېده.
د کرېکټ په شل اووریز نړیوال جام کې چې څو میاشتې وړاندې په هندوستان کې تر سره شو، افغان لوبډلې په یوه بې سارې سیالۍ کې د دې جام اتل لوبډلې وېسټ انډيز ته ماتې ورکړه.
لال چاند راجپوت چې تازه همدا څو میاشتې وړاندې د افغان لوبډلې روزونکی ټاکل شوی وايي، په لوبډله کې کافي استعدادونه شته خو د ده وینا د نړیوالو ټیسټ لوبو پرمهال ډېر تمرکز ته اړتیا شته.
افغان لوبډلې تر اوسه ګڼې شل اوورېزې او پنځوس اوورېزې نړیوالې لوبې کړې خو ښاغلی راجپوت ټینګار کوي چې د نړیوالو ټیست لوبو لپاره ذهني چمتوالی "یوکال او یا له دې هم ډېر وخت ته اړتیا شته"
ښاغلی راجپوت چې د هند دی وايي هېواد یې چمتو دی چې له افغان کرېکټ لوبډلې سره لا ډېرې مرستې وکړي. افغان لوبډله ځینې وخت د تمرینونو لپاره هندوستان ته ځي.
اوس تازه پرېکړه شوې چې افغانستان به د ۲۰۱۷ په مارچ میاشت کې هند کې له وېسټ انډیز سره انټرکانټننټل کپ ټیسټ څلور ورځنۍ لوبه کوي.
د هند اي پي اېلد افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی دا هم وايي افغان لوبغاړي کولای شي د هندوستان په اي پي اېل سیالو کې ولوبېږي.
ښاغلی راجپوت زیاتوي "د نبي په څېر ځینې لوبغاړي شته چې په ای پي اېل کې د لوبېدو وړتیا لري، ښه توپ اچوونه کوي، ښه لوبه کوي خو لا هم د ډګر ساتنې په برخه کې کار ته اړتیا شته"
د هندوستان د اي پي اېل سیالۍ هر کال په دغه هېواد کې کېږي چې د نړۍ بېلا بېل وتلي لوبغاړي په کې لوبېږي.