BBC
 شاته

هندوستان ټایمز: یوه افغان ۵۷ هیرویني کپسول خېټه کې قاچاقول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د رپوټ پربنسټ، دغه کس نه و توانېدلى چې لېږدولي هيروين په هند کې وپلوري، نو غوښتل يې بېرته په خپلې گېډې کې يې افغانستان ته ولېږدوي. خو په هوايي ډگر کې يې روغتيا هغه مهال خرابه شوه چې د "کام اېر" په يوه الوتکه کې سپور د الوتنې په نتظار و.

هندوستان ټايمز:

هندوستان ټايمز وايي يو افغان وگړى په هند کې د ٢٠ ميليون هندي روپيو په ارزښت هيروينو سره نيول شوى.

د ورځپاڼې په وينا دغه ٤٣ کلن افغان چې د درملنې په ويزه هند ته تللى، له هيروينو ډک ٥٧ کپسولونه تېر کړي و.

د رپوټ پربنسټ، دغه کس نه و توانېدلى چې لېږدولي هيروين په هند کې وپلوري، نو غوښتل يې بېرته په خپلې گېډې کې يې افغانستان ته ولېږدوي. خو په هوايي ډگر کې يې روغتيا هغه مهال خرابه شوه چې د "کام اېر" په يوه الوتکه کې سپور د الوتنې په نتظار و.

ورځپاڼه وايي کله چې دغه وگړى له الوتکې کوز کړل شو نو د طبي آزموينو پر مهال مالومه شوه چې په گېډه کې يې هيروين دي.

په رپوټ کې راغلي چې ياد کس له عملياتو وروسته ٢٧ ورځې په نازک روغتيايي حالت کې په روغتون کې تېرې کړې.

د ورځپاڼې په وينا، اوس چې افغانان د درملنې لپاره هند ته ورځي نو د "سکن" ماشين په مټ کتل کېږي.

اکسپرېس ټريبيون:

اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې پر پاکستان د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ اغېزو په تړاو يوه شننه خپره کړې.

د مطلب ليکوال د دغه هېواد د ماليې پخوانى چارسمبالى او د نړیوال بانک مرستيال مشر شاهد جاويد بورکي دى.

ليکوال وايي پاکستان نور د امريکا په بهرنۍ تگلاره کې هغه دريځ نه لري چې د مارشال ايوب خان، جنرال ضياء الحق او جنرال مشرف د واکمنيو پر مهال يې درلود.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مطلب کې راغلي هغه نړۍ چې ښايي ښاغلى ټرمپ يې رامنځته کړي پاکستان په کې سياسي، اقتصادي او ټولنيزې لاسته راوړنې نشي لرلى.

مطلب زياتوي چې دا حالت د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ پر مهال هم نه بدلېږي.

د مطلب ليکوال وايي ولسمشر ټرمپ د خپل گرانښت د ټيټې کچې له امله ښايي هغه اجنډا پر مخ بوځي چې نوموړي سره يې واک ته په رسېدو کې مرسته وکړه.

مطلب کې راغلي هغه نړۍ چې ښايي ښاغلى ټرمپ يې رامنځته کړي پاکستان په کې سياسي، اقتصادي او ټولنيزې لاسته راوړنې نشي لرلى.

ليکوال ليکي راتلونکې نړۍ به د توکميز ولسپالنې په لور کږه شي، او نړېوالو تړونونو ته به پام نه کېږي.

مطلب له چين او د منځنۍ آسيا له پنځو هېوادونو سره د سوداگرييزې همکارۍ ډېرول افغانستان او پاکستان لپاره د پرمختگ لار بولي.