BBC
 شاته

یاسمین: خپل هوډ په غره وخېژولم

Image caption یاسمین وايي په خپله سیمه کې ورسره چا نه منله چې غره ختل دې یو هنر وي

افغانستان له غرونو ډک هېواد دی ژوند او وګړي یې لا ډېر غرني دي، خو دغره ختلو لوبه په کې تر ډېره دود نه ده د نجونو لپاره خو بیخي سخت کار برېښي.

۱۹ کلنه یاسمین حسن په ننګرهار کې زېږېدلې هلته چې غرونه یې له کوره خورا په لرې واټن کې وو خو لیدل یې چې د نړۍ غره ختونکي تر لوړو څوکو خېژي او داسې تصور يې کاوه چې یوه ورځ به دا هم داسې شي.

یاسمین دوه کاله وړاندې د زړه غوټه پرانيسته او کابل کې دغره ختونکو فدراسیون ته ورغله هرکلی یې وشو او خپله ملا یې د خپلې کشرې ۱۶ کلنې خور نادیه حسن سره په ملګرتیا وتړله.

نوموړې وايي خوب یې ریښتیا شو او چې یوه میاشت تیاری یې وکړ لومړنی سفر یې کابل ته څېرمه پنجشیر درې ته و او هوډ په لوړ غره وخېژوله "یوه میاشت تمرین مې وکړ پنجشیر ته ولاړو، ۵۰۳۰ متره لوړې څوکې ته وختلو دا زما لپاره ډېر حیرانونکی سفر و چې څو ساعته مې پلی مزل وکړ او خپل کمپ ته ورسیدم"

یاسمین بي بي سي ته وویل په خپله سیمه کې ورسره چا نه منله چې غره ختل دې یو هنر وي او هغوئ ته لیونتوب ښکارېده "خلکو ته خنداوره خبره ویل به یې خلک په سمو ګرځي تاسو غرونو ته خېژئ خو اوس غره ته ختل دود شو او زموږ ډېر درناوی کېږي موږ لومړی دیارلس نجونې وو اوس ۲۱ ملګرې یوو"

پر پړوني پوښلې یاسمین د خپل کولتورهغه تړې نړولې چې د نجونو د خوښې په لاره پرتې دي وايي خپل کولتور یې پاللی پړونی یې نه دی غورځولی او ورسره یې لا دا بله لویه چاره ده چې بیرغ یې پر اوږو خور او هڅه یې دا ده چې یوه ورځ به په نیپال کې د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته وخېژي او د خپل وطن لپاره به ویاړ وګټي.

نوموړې وايي دغره مزلې به یې د سیمې نورو نجونو ته دا زړه ورکړي چې هېڅ چاره ناشونې نه ده سترګې پرانسته او خواري غواړي.

د دې د غره ختلو ملګرې د افغانستان له بېلابېلو سیمو نورستان، ننګرهار، غزني، وردګو، بامیانو او کابل دي.

له غره ختونکو سره د وسایلو او سفرونو مرسته یوه بهرنۍ مېرمن کوي او هڅوي چې ډله یې نوره هم لویه شي.

یاسمین د غره ختلو له هنر سره په خواکې د تکوانده یو ښه لوبغاړې ده او څو واري یې په هېوادنیو سیالیو کې برخه اخستې، تمه یې دا ده چې به نورې پښتنې نجونې د هغې په ژبه خپل کولتور وساتي او ناوړه دودونه به پسې ورک کړي.

نوموړې د پلار سره په سلا د سپورت سره هم مهاله د بې سرپرستو ماشومانو په یوه مرکز کې په افتخاري ډول ښوونکې هم ده.

اغلې ياسمين وايي د ژوند مهال ویش یې داسې جوړ کړی چې لومړی د ځان روزنه او په خپل ارمان پسې ځغاسته وکړي او ورسره سم د خیر ښیګڼې چارو ته ملا وتړي څه چې یې له وسه ويي د خپلو خلکو لپاره یې وکړي که د زرګونه متره غره سر ته ختل هم وي.

دا د خپل لږ عمر غښتلی هوډ یادوي او که روانه وه یوه ورځ دغو هیلو ته درسېدو تمه لري.