شاته

له پاکستان نه د افغان مهاجرو ستنیدل زیات شوي

په څو وروستیو اونیو کې له پاکستان نه افغانستان ته د افغان مهاجرو د راستنیدو کچه لوړه شوی او د افغان مقاماتو په وینا یواځې په تیره یوه اونۍ کې شاو خوا ۲۰۰۰ کورنۍ له پاکستان نه افغانستان ته راستانه شوي دي چې اکثر یې هغه کډوال دي چې په پاکستان کې د اوسیدو رسمي سند یا شناختي کارت نه لري.

د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو عالي کمیشنري رپوټ ورکوي چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه شاوخوا ۱۷ زره افغان مهاجر – په پاکستان کې د اوسیدو د کارت لرونکي – افغانستان ته ستانه شوي دي چې د هغې جملې څخه ۱۰ زره یې یواځې په څه کم تیرې یوې میاشتې کې راستانه شوي دي.

په کابل کې د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ ویاند نادر فرهاد د امریکا غږ ته وویل چې د جون له ٢٥ راپدیخوا دې ادارې افغان راستنیدونکو ته نغدي مرسته له ۲۰۰ ډالرو څخه ۴۰۰ ډالرو ته لوړه کړې ده چې کیدای له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د خپلې خوښې راستنیدنې د زیاتوالي یو لامل اوسي.

د ملگرو ملتونو د شمیرو له مخې په ٢٠١۴ کال کې شاوخوا ۱۶ زره، په ۲۰۱۵ کې شاوخوا ۵۹ زره او د ۲۰۱۶ د پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ١٧ زره افغان کډوال په پخپله خوښه له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کابل او اسلام آباد ترمنځ د سیاسي اړیکو د خړ پړ کیدو سره سم په پاکستان کې پر میشتو افغان مهاجرو باندې فشارونه زیاتیږي. یو شمیر پاکستاني مقاماتو په تنده لحجه له پاکستان څخه د افغان مهاجرو جبري ایستل غوښتي دي.

دا ځل هم اکثر افغان راستنیدونکي چې په تیرو څو ورځو کې له پاکستان نه افغانستان ته راغلي د پاکستان د پوځیانو د جبر او ناوړه چلند څخه شکایت کوي او ادعا کوي چې پاکستاني پوځیان د شپې له مخې د مهاجرو پر کورونو باندې یرغل کوي او هغوی په زور له کورونو څخه باسي. په دې ترڅ کې هغه افغان مهاجر چې "شناختی کارت" نه لري ډیر ځورول کیږي.

د ننگرهار ولایت د غني خیلو اصلي اوسیدونکی غریب نواز د ٣٠ کالو راهیسې د خیبر پشتونخواه په شب قدر کې اوسیده او اوس اړ شوی چې افغانستان ته راشي. هغه وایي چې ټول شته یې په پاکستان کې نابود شوي او اوس په افغانستان کې د اوسیدونې لپاره هیڅ شئ نه لري.

د ننگرهار د کامې ولسوالۍ اوسیدونکی یوسف چې د پیښور له جمرود څخه افغانستان ته راستون شوی د تورخم په بندر کې د امریکا غږ ته وویل "هلته مونږ ته شرایط خورا ستونزمن وو، له کوره نشو وتلای او په تکلیف وو. پولیسو پر مونږ ناڅاپي بریدونه کول."

د هغو شمیرو له مخې چې افغان مقامات یې وړاندې کوي شاوخوا ٩٠ په سلو کې راستنیدونکي هغه مهاجر دي چې په پاکستان کې نه دي راجستر شوي او د اوسیدو کارت نه لري. په پاکستان کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه ثبت شوي او شاوخوا یو میلیون هغه افغان مهاجر چې د اوسیدو کارتونه نه لري اوسیږي.

د ننگرهار ولایت د مهاجرو او راستنیدونکو ادارې رئیس غلام حیدر فقیرزي د امریکا غږ ته ویلي دي چې د روان کال له پیل څخه تر اوسه څه دپاسه ۲۷۰۰ ثبت شوی او نه ثبت شوې ړورنۍ په پاکستان کې اوسیږي او همداشان ۳۵۹ کورنۍ چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد لري د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دې ترڅ کې ښاغلي فرهاد وویل چې د افغانستان، پاکستان او ملگرو ملتونو استازو تیره اونۍ د پاکستان څخه هیواد ته د افغان مهاجرو د بیرته ستنیدو په هکله خبرې وکړې او د پاکستاني مقاماتو په وینا یو ځل بیا د افغان مهاجرو د خپلې خوښې ستنیدنې پر اصل باندې ژمنه وشوه.

د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ددې په څنگ کې چې افغانستان ته د ستانه شویو افغان کډوالو ستونزې په ځانگړې توگه بې کوري، بیکاري او روغتیایي او زده کړو خدمتونو ته د هغوی نه لاس رسی تائیدوي، د راستنیدونکو او بې ځایه شویو کسانو ستونزو ته د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د هڅو ستاینه کوي او له حکومت څخه غواړي چې ددې ستونزې حل د خپلو ملي پروگرامونو په اساسي اولویتونو کې ځای کړي.

  • 16x9 Image

    عارف عثمانزوی

    عارف عثمانزوی د رادیو، تلویزیون او ویب ژورنالیست دی. د څه دپاسه څلور لسیزو راهیسې یې د افغانستان ملي رادیو تلویزیون، جرمني رسنیو، آزادۍ رادیو او د امریکا غږ په مختلفو برخو کې کار کړی.