شاته

د ملالې یوسفزۍ سیمه کې ۲۰ کلي بې ښوونځي دي

Image copyright Getty
Image caption ملاله چې په ۲۰۱۲ عیسوي کال د وسلوالو طالبانو په برید کې ټپي شوه او وروسته په بریتانیا کې مېشت شوه، له همغه ځایه د پښتونخوا په شمول په ټوله نړۍ کې د نجونو د زده کړو لپاره مبارزه کوي.

د پښتونخوا د سوات سیمې په مټه تحصیل کې ځايي وګړي وايي، ددوی په سیمه کې شل داسې کلي دي، چې پکې یو هم دولتي ښوونځی نشته او ددغو کلیو د اته زره په شاوخوا کې ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

ددغې سیمې فعالان وايي، هغه وخت کې په سوات کې د طالبانو واکمني وه، نو اکثریت نالوستي ځوانان به يې په لس زره کلدارو میاشتي معاش د خپل ځان ملګري کول. سوات د پښتونخوا همغه سیمه ده چې د نوبل انعام ګټونکې ملاله یوسفزۍ يې زېږولې.

د وقاص سواتي په نامه یوه ځوان د دغو کلیو نومونه بي بي سي ته داسې یاد کړل. دی وايي د جورا، سنیل خان، ګل ډېری، بېله، نوري، اشربڼ، سپګۍ، ټيټه، سیری، نیلوای، جبو، بدرګه، تنګی، سربت، چوګه، تنګټول، کوزه کلاګۍ او د بره کلاګۍ هغه شل کلي دي چې پکې د ماشومانو لپاره کومه تعليمه اداره نشته.

نیلم چټان د سوات یوه فعاله ده، له بي بي سي سره يې په خبرو کې وویل، له ۲۰۰۸ بیا تر ۱۰ پورې کله چې په سیمه کې طالبان زیات فعاله و، نو د همدغو سیمو اکثره نالوستي ځوانان به يې په لس زره میاشتني معاش په خپلو وسلوالو ډلو کې په غړيتوب نیول. نیلم زیاتوي که يې ماشومانو ته د لوست زمینې برابرې نشي نو وېره شته، چې په اینده کې بیا هم نالوستي کسان وسلوال شي.

په خیبر پښتونخوا کې اوس مهال د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ کې ایالتي حکومت دی او ددغه ګوند ادعا ده، چې دوی تعلیم او لوست ته تر ټولو زیات لومړيتوب ورکړی او په دغه برخه کې يې ډېر کار هم کړی، خو په پېښور کې مېشته فعاله سلماملک بیا د یاد ګوند له دغه ادعا سره موافقه نه ښکاري.

ددې کلیو په هکله مو له سیمې د پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ غړي محب الله ته زنګ وواهه. د هغه پر ټیلي فون داسې سندره لګېدلې وه، چې په کې د نوې پښتونخوا او نوي پاکستان د جوېدو هغه شعار و چې تل د تحریک انصاف ګوند د غړيو په خوله وي. له محب الله مې وپوښتل، نوې پښتونخوا خو پرېږده، په خپلې سیمه کې دي شل کلي لا هم بې ښوونځي دي او ولې؟ ځواب يې څه داسې و:

((زما په فکر دغه معلومات چې تاسو ته چا درکړي، په دې صداقت نشته او ما ټولو هغو کلیو ته چې ښوونځی يې ضرورت وي، ورکړي دي)).

Image copyright BBC World Service
Image caption سوات د پښتونخوا هغه خاوره ده چې پکې د نوبل انعام ګټونکې ملاله یوسفزۍ زېږېدلې.

خو کله مې چې محب الله ته ددغو کلیو نومونو اخیستل پېل کړل نو د لومړني کلي جورا په هکله يې راغبرګه کړه، چې همدې کلي ته يې ښوونځی ورکاوو خو کلیوالو ورته مځکه ورنه کړه.

سوات د پښتونخوا هغه خاوره ده چې پکې د نوبل انعام ګټونکې ملاله یوسفزۍ زېږېدلې.

ملاله چې په ۲۰۱۲ عیسوي کال د وسلوالو طالبانو په برید کې ټپي شوه او وروسته په بریتانیا کې مېشت شوه، له همغه ځایه د پښتونخوا په شمول په ټوله نړۍ کې د نجونو د زده کړو لپاره مبارزه کوي.

Image copyright BBC World Service
Image copyright BBC World Service