ترکیې د ۹۹ ډګروالانو رتبې جنرالۍ ته لوړې کړې
د ترکیې پوځي عالي شورا د وسله والو ځواکونو ۹۹ ډګروالانو رتبې جنرالۍ ته لوړې کړې او ۴۸ جنرالان یې تقاعد کړي، خو د وسله وال پوځ مشرتابه کې یې کوم بدلون نه دی راوستلی.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د ډګروالانو د ترفیع فرمان تایید کړی او جنرال خلوصي اکار یې د وسله والو ځواکونو مشر قومندان پرېښی دی.
د ولسمشر اردوغان ویاند ابراهیم کالین د پنجشنبې په ماخوستن وویل، جنرال اکار به د ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو قومندان وي.
دا پرېکړه د ترکیې د پوځي عالي شورا په کلنۍ غونډه کې شوې، چې مشري یې لومړي وزیر بن علي یلدریم کوله.
پرېکړه وروسته تر هغه وشوه، چې ترکیې د جولای پر ۱۵مه، د ناکامې کودتا په هڅو شاوخوا ۱۷۰۰ پوځي جګپوړي افسران له دندو وشړل.
د ترکیې ولسمشر د کودتا په شپه له نیول کېدو یا وژل کېدو وژغورل شو.
نوموړي تېره اونۍ رویټرز خبري اژانس ته وویل، د ترکیې پوځ – چې د شمالي اتلانتیک (ناټو) غړو هېوادونو دویم نمبر لوی پوځ لري، "نویو وینو" ته اړتیا لري.
ویل کېږي له پوځه د شړل شویو پوځيانو سلننه ۴۰ ته رسېږي چې جګپوړي جنرالان پکې دي.
د ترکیې د وسله وال پوځ پر وېبپاڼې خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، د ۹۹ ډګروالانو سربېره، چې ترفیع ورکړل شوې ده، ۱۶ نور جنرالان او ۲۰ نور جګپوړي پوځي مامورین د یوه کال لپاره وګومارل شول.
د ترکیې د ولسمشر ویاند وايي، پوځي شورا مرستیال لوی درستیز جنرال یشار ګولیر د جنډرمیري ځواکونو قومندان ټاکلی، او جنرال امید دوندار یې د لوی درستیز مرستیال ټاکلی دی.