هیلري کلنټن ولسمشرۍ ته د ډیموکراټ ګوند نوماندي ومنله
د امریکا متحدو ایالتونو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره هیلري کلنټن د ولسمشریزو ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند له خوا نوماندي ومنله.
هغې چې په فلادلفيا کې د خپل ګوند د کنوانسيون په وروستۍ شپه د لومړنۍ ښځينه نوماندې په توګه وينا کوله، د سترو ننګونو يادونه وکړه.
دې وویل: "ځواکمن قوتونه موږ په ګوښې ته کولو ګواښي".
نوموړې د دیموکراټ ګوند غونډې ته وویل: ''په ډېرې خاکسارۍ او بې پایه باور سره ستاسې له خوا زما نومانده کېدل منم''.
کلنټن ژمنه وکړه چې د امریکا متحده ایالتونه به داسې یو هېواد جوړ کړي چې د ټولو لپاره به کار کوي.
دې وویل: ''موږ د خپل هېواد ستونزو ته ډېر پام کوو، خو وېره نه لرو''.
هغې ولسمشرۍ ته د جمهوریپال ګوند د یوه بل نوماند ډونالډ ټرمپ د تېرې اونۍ د وینا پرتله بېلې خبرې وکړې. دې وویل، اصلي دنده به یې دا وي چې خلکو ته ډېر کاري فرصتونه پیدا کړي او مزدوري ډېره کړي.
کلنټن پر ډونالډ ټرمپ د نیوکې په توګه وویل هغه [ټرمپ] ''غواړي موږ له نورې نړۍ ګوښه کړي او ان موږ له یو بل هم جلا کړي''.
د کلنټن په وینا: ''پر ټرمپ باید دا باور ناممکن وي چې هېواد دې اتومي وسلې ولري''.
مېرمن کلنټن د امریکا په تاریخ کې ولسمشریزو ټاکنو ته لومړۍ نومانده مېرمن ده.
وړاندې کلنټن د خپل ګوند خپلمنځي ټاکنو کې د ۲۳۸۲ استازو ډېری رایې وګټلې.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما رای اچوونکي وستایل چې د خپل ګوند غړې اغلې کلنټن ته یې د نومبر میاشتې په ټاکنو کې د نوماندېدو په پلوۍ رایې ورکړې.
کلنټن د اوباما د ستایلو پرمهال وویل: ''امریکا د ولسمشر اوباما په ولسمشرۍ کې یو قوي هېواد دی چې ملګرتیا یې زه هم یو غوره انسان ګرځولی یم''.
دا هڅه کوي چې د خپل پخواني سیال برني سنډرز پلویان هم پر ځان ورمات کړي: ''غواړم له برني سنډرز مننه وکړم. برني! ستا کمپاین میلیونونه امریکایان وهڅول، په تېره بیا هغه ځوانان چې روح او ځان یې ټاکنیزو منډو ته وقف کړی و''.
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې وویل، ویاړي چې ''امریکا وکړای شو ان د یوې مرمۍ له ویشتلو پرته د ایران اتومي پروګرام کابو کړ''.
څارونکي وايي، دا د اغلې کلنټن په سیاسي ژوند کې تر ټولو مهمه وینا وه، ځکه چې څو اونۍ یې چمتووالی ورته نیولی و.
امریکايي مسلمان هېوادوال
د پنجشنبې ورځې د غونډې ویناوالو کې د وژل شوي مسلمان امریکايي سرتېري همایون خان پلار خضر خان هم و. نوموړي امریکا کې د مسلمانو هېوادپالو په اړه خبرې وکړې.
ده وویل، زوی یې د پوځي وکیل کېدو هیله پرېښوده چې ''خپل ملګري سترېري وژغوري او ځان قرباني کړي''.
خضر خان ټرمپ ته وویل: ''زما پوښتنه دا ده چې ایا کله دې هم د امریکا اساسي قانون لوستی دی؟''.
ده وویل، که پرېکړې د ډونالډ ټرمپ په لاس وای، هېڅکله به یې زوی امریکا کې نه وای.
ښاغلی خان وروسته د خبرو پرمهال د امریکا د اساسي قانون یو ټوک له خپل جیبه راویوست او ویې ویل: ''په ډېر شوق سره دا [د اساسي قانون ټوک] تا [ډونالډ ټرمپ] ته پور درکوم!''.
په دې وخت کې ښاغلي خان ته ډېرې چکچکې وشوې او ښه وستایل شو.
دغه راز د اغلې کلنټن لور چيلسي کلنټن د خپلې مور په اړه خپلې شخصي خاطرې يادې کړې. دغې ۳۶ کلنې وویل: ''زما ښکلې، فکرمنې او خندانې مورې!. هغې زياته کړه: ''هغه (مېرمن کلنټن) تل زما لپاره (تکیه) وه''.
د ډیموکراټانو د کنوانسیون ویناوال:
- دوشنبې – لومړۍ مېرمنې میشل اوباما، سناتورې الیزابیت ور و سناتور برني سنډرز وینا وکړه،
- سې شنبې – پخواني ولسمشر بیل کلنټن او د ټرایون مور سیبرینا فولټن وینا وکړه،
- چارشنبې – ولسمشر بارک اوباما، مرستیال ولسمشر جو بایډن او د ویرجینیا سناتور تیم کېن وینا کوي،
- پنجشنبې – هیلري کلنټن د خپلې لور چیلسي له خوا معرفي کېږي