BBC
 شاته

'حافظ سعید افغانستان کې د داعش فعالیتونه اداره کوي'

حافظ سعید خان له اسلامي دولت نومې ډلې سره د بیعیت پرمهال Image copyright BBC Monitoring
Image caption تر دې پخوا څو رپوټونو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له خوا د حافظ سعید خان د وژلو ادعا کړې خو د دغه کس مرګ د ورځپاڼې په لیکنه هېڅ کله هم تائید نه شو.

هندوستان ټایمز

هندوستان ټایمز ورځپاڼه د افغانستان د دفاع وزارت د چارواکو له قوله لیکي چې د پاکستان د لشکر طیبه ډلې مشر حافظ سعید افغانستان کې د اسلامي دولت نومې فعالیتونه اداره کوي.

ورځپاڼې ویلي افغان دفاعي چارواکو له خپلو پاکستاني سیالانو غوښتي چې د دوی په څېر دې د داعش نومې ډلې پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.

خو بله خوا هندوستان ټایمز لیکي اسلام اباد او کابل کې دا شکونه هم دي چې کېدی شي افغان چارواکو حافظ سعید چې اوسمهال د جماعت الدعوه ډلې مشري کوي، له حافظ سعید خان سره چې د پاکستاني طالبانو یو پخوانی قومندان دی او د خراسان ولایت مشري کوي، غلط کړي وي.

تر دې پخوا څو رپوټونو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له خوا د حافظ سعید خان د وژلو ادعا کړې خو د دغه کس مرګ د ورځپاڼې په لیکنه هېڅ کله هم تائید نه شو.

هندوستان ټایمز لیکي حافظ سعید په لاهور کې ژوند کوي او ازاد ګرځي راګرځي، سره له دې چې د ده پر سر د لس میلیون ډالرو انعام دی او هند یې د ممبی د برید طراح بولي چې ۱۶۶ کسان پکې ووژل شول.

ډان

Image copyright AP
Image caption ډان لیکي د دغې دروازې پر سر چې کاریې په ۲۰۱۴ کال کې پیل شوی ؤ ډېرې ستونزې راپورته شوې.

د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي د تورخم پر نوې جوړې شوې دروازې، ''باب پاکستان'' نوم اېښودل شوی. پر دغې دروازې د ډان ورځپاڼې په وینا، سهار شپږ بجې د پاکستان بیرغ پورته کېږي او د ماښام پر اوو بجو ښکته کېږي، دقیقاً څرنګه چې له هند سره پر پوله، واګه کې کېږي.

ډان لیکي تر دې وړاندې پر دې هم بحث شوی ؤ چې دروازه دې د جګړن علي جواد چنګیزي په نوم شي، هغه پاکستانی پوځي چې له افغان پوځيانو سره د تورخم جګړې کې ووژل شو. خو اوس یې د تېرېدو د ترمینل نوم د دغه پوځي په نوم کړی دی.

ډان لیکي د دغې دروازې پر سر چې کاریې په ۲۰۱۴ کال کې پیل شوی ؤ ډېرې ستونزې راپورته شوې. د لوړپوړو چارواکو له لیدو کتو پرته، له ۲۰۱۵ کال راپدېخوا د سیمه ییزو قومندانانو ترمنځ لږ تر لږه لس ځلې لیدني کتنې ترسره شوي.

ډان وايي پاکستان پلان لري چې له افغانستان سره پر ټولو شپږو دروازو همداسې تاسیسات جوړ کړي.

نیویارک ټایمز

Image copyright ISNA
Image caption نیویارک ټایمز لیکي، سره له دې چې دغو جنګیالیو ته د ایران حکومت له خوا معاش ورکول کېږي چې اقتصادي ستونزې یې اوارلې شي، خو دا پیسې د دوی د کورنیو د ناکراري درد نشي دوا کولی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې جګړه کې د برخه اخیستو په موخه سوریې ته د افغانانو پر تګ او د هغوی د کورنیو پر اندېښنې مطلب لیکلی. ورځپاڼې هرات ولایت کې له یو شمېر شیعه کورنیو سره خبرې کړي چې ځینو غړو یې خپل ماشومان او مېرمنې پرېيښي او جګړې ته تللي. د دغو کورنیو یو شمېر غړو ویلي ځوانان یې ځکه جګړې ته ځي چې په وطن کې ورته کار نشته.

نیویارک ټایمز لیکي، سره له دې چې دغو جنګیالیو ته د ایران حکومت له خوا معاش ورکول کېږي چې اقتصادي ستونزې یې اوارلې شي، خو دا پیسې د دوی د کورنیو د ناکراري درد نشي دوا کولی.

د ورځپاڼې شننه دا ده چې د دوی تګ یوازې د اقتصادي ستونزو له کبله نه ده چې مذهبي تمایلات هم دغه افغان شیعه ګان چې ډېری یې هزاره ګان دي، د سوریې پر لور ورکاږي.

ایکسپریس ټریبیون

د پاکستان چاپ ایکسپرېس تربیون ورځپاڼې د دغه هېواد د پوځي سرچینو له قوله لیکلي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان او افغانستان د پوځيانو ترمنځ کابل کې ترسره شوې ناسته کې د افغان پوځ له خوا دا خبره نه ده شوې چې پاکستان دې له دغه هېواده افغانستان ته د داعش نومې ډلې را اوښتل ودروي.

د ورځپاڼې په لیکنه د افغانستان د دفاع وزارت په یوې وینا پاڼې کې د یوه افغان جنرال له قوله لیکل شوي ول چې دوی په ناسته کې له خپلو پاکستاني سیالانو وغوښتل چې پرېنږدي داعش اورپکي د دوی له خاورې افغانستان ته ور واوړي. د پاکستان د دفاع وزارت سرچینې یکسپرېس تربیون ته ویلي چې د دوی ترمنځ یوازې پر دې بحث شوی چې داعش دواړه هېوادونه ته ګواښ دی او دا چې څه باید وکړي.