BBC
 شاته

د یوې شنډې کودتا کیسه!

Image copyright epa
Image caption له اتاترک وروسته په دغه هېواد کې سیکولر نظام چلیږي خو په ولس کې عملاً د ''اسلامي اخوانیت'' مفکوره لکه چې کرل شوې وي او هر ځل د یوې سوله‌ییزې ولسواکې پروسې له لارې اسلام ‌پالي واک ته رسوي.

(د پوځي کودتاوو ځاله)، ترکیه د جولای په ۱۵ مه، د پنځم لپاره ځل یوې ناکامې کودتا ولړزوله. د نوې ترکیې باني محمد مصطفی کمال اتاترک ګڼل کېږي، هغه کس په نړیوالو جګړو کې د عثماني خلافت له ړنګېدو وروسته یې په عملي توګه د دغه خلافت ټغر ټول او د متحدینو (د دویمې نړیوالې جګړې ۴ ګټونکو هېوادونو، امریکا، انګلستان، روسیې او فرانسې) په ملاتړ یې سیکولریزم نظام پلی کړ.

له اتاترک وروسته په دغه هېواد کې سیکولر نظام چلیږي خو په ولس کې عملاً د ''اسلامي اخوانیت'' مفکوره لکه چې کرل شوې وي او هر ځل د یوې سوله‌ییزې ولسواکې پروسې له لارې اسلام ‌پالي واک ته رسوي.

تر دې وړاندې په ترکیه کې پنځه ځله په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۱ او ۱۹۸۰ او ۱۹۹۷کلونو کې د پوځ له خوا د کودتاوو په زور له اسلام ‌پالو واک په پوځي زور اخیستل شوی، هغه چې د ولس په مټ یې په ولسواکه بڼه ترلاسه کړی وي. ددې کودتا د ناکامۍ او نورو ابعادو په اړه لاندې کرښو ته تم کیږو:

د کودتا د پيلولو کیسه

Image copyright Getty

په ترکیه کې پوځ د نظامي شورا له لوري اداره کیږي، پوځیان لوی درستیز ته ځواب ‌ویونکي دي. او دغه شورا په کال کې دوه ځله د مهمو نظامي تصامیمو په اړه غونډه کوي. له کله چې له ۲۰۰۳کاله راوروسته د عدالت او پراختیا ګوند اسلامپالې ډله واک ته رسیدلې، تېر ته په کتو د کودتاوو له ویرې یې په پوځ کې لازم بدلونونه او اصلاحات راوستي، خو لا هم د پوځ د مداخلې ویره پر خپل ځای ده.

وروستۍ د جولای د ۱۵ نیټې د ناکامې کودتا ناکامې هڅې یې وروستۍ ثبوت او بېلګه ده. موثق راپورونه وايي چې د کودتا په دغه پلان کې نژدې تر ۱۵۰ تنو لوړپوړي جنرالان او ۲۰،۰۰۰ پوځیان شامل وو. نوي معلومات ښيي چې له ۲۰۰۱کال راپدیخوا څو ځله د کودتا له لارې د حکومت د چپه کېدو اته ځله هڅې شوې خو د وروستۍ هڅې په څېر بریالۍ شوې نه دي.

Image copyright Getty
Image copyright Reuters

ولسمشر اردوغان د مرمريس ولسوالۍ په کوم هوټل کې د خپلو رخصتیو په تېرولو لګیا و. د پوځ لوړپوړو جنرالانو د کودتا د بریا لپاره په خپلو کې د همغږۍ لپاره په واټس‌اپ کې یو چټ روم جوړ کړی و. د کودتاچي جنرالانو د ګروپ چټونو اوس رسنیو ته درځ کړی دی او د یوې واقعي کودتا هڅه یې لا غښتلې او د اردوغان په لاس د جوړې شوې سناریو احتمال کمزوری کوي.

په دغه چټ کې لوڅې شوې مکالمې ښيي چې دوی خپلو تر لاس لاندې قطعاتو ته د هر هغه چا د وژلو امر ورکړی و چې د کودتا د بریا په مخ کې خنډ جوړاوه. د بربنډو شویو اسنادو له مخې، د لوړپوړو دولتي مشرانو په شمول، نهه زره کسان د کودتاچیانو د ترور په لیست شامل وو!

د ترکیې د مرکزي استخباراتو عمومي مشر هاکان فیدان، چې ددې کودتا د شنډولو اتل هم بلل کیږي، د ځینو پوځیانو په مکالمو مشکوک کیږي، چې د کوم انقلاب سد یې په سر کې ګرځي. فیډان د پوځ لوی درستیز خلوصي اکار ته خبر ورکوي، لوی درستیز هم‌مهاله د پوځ د استخباراتو رییس راغواړي له موضوع یې خبروي، جالبه داده چې د پوځ د استخباراتو رییس د کودتا مهم لوبغاړی دی. په درواغو لوی درستیز ته ډاډ ورکوي چې وضعیت ارام او کومه اندیښنه نشته.

فیدان بیاځلي خپله اندیښنه له لوی درستیز سره په ټینګار شریکوي، لوی درستیز د احتیاط لپاره پوځ ته درې احتیاطي لارښونې؛ د ټولو پوځي الوتنو لغوه، د پوځي تحرکاتو توقف او د عادي پوځي تحرکاتو د توقف صادروي. د موثقو معلوماتو او پلان له مخې ټاکل شوې وه چې کودتا د شپې په ۳:۰۰ بجو پيل شي.

ولې کودتا له خپل ټاکلي مهال‌ ویش ۶ساعته مخکې پيل شوه؟

د پوځیانو پر مکالمو د فیدان شکونه او د لوی درستیز پاسني هدایات، کودتاچیان ویروي، چې راز افشا نشي، نو ځکه کودتا له پلان شوي وخت ۶ ساعته مخکې د شپې په ۹ پیلیږي. د کودتا لپاره څو مرحلې په پام کې نیول شوې وې. لومړۍ مرحله د ولسمشرۍ ماڼۍ په شمول، د امنیتي ادارو قبضه کول، د اروپایي او اسیایي ترکیې ترمنځ تیر شوي پل بندول او د ترکیې په ملي تلویزیون کې د پوځیانو لاس ته د واک لویدلو اعلانول دي. ماښام د کودتا له پيل مخکې، کودتاچیان پر لوی درستیز شکي کیږي او له خپل مرستیال سره جوړه یې برمته کوي، د اکنجي په نوم پوځي اډې ته انتقالوي کومه چې کودتا ترې رهبري کیده.

Image copyright

پر لوی درستیز فشارونه زیاتیږي چې له کودتاچیانو سره ملګری او باید د کودتا پلان لاسلیک او د تلویزیون له لارې یې په خپله ژبه اعلان کړي. لوی درستیز انکار کوي. که چیرته د کودتا اعلان د لوی درستیز په خوله شوی او ورسره مل شوی وای، تر ډیره د حاکم ټیم روحیات بایلل کیدل او ښايي کودتا بریالۍ شوې وای. د کودتاچیانو ترمنځ ترسره شوي چټونه او اسناد ښيي چې د کودتا لومړۍ مرحله له پلان سره سمه بریالۍ، تلویزیون ونیول شو، د پوځ لاس ته د واک لویدو اعلان وشو. او له خلکو وغوښتل شول چې ارام اوسي.

فیدان او جنرال اومیت دوندار؛ د کودتا د شنډولو دوه اتلان

هاکان فیدان، د ترکیې استخباراتو مشر او پخوا د پوځیانو په ځینو مکالمو شکمن او ولسمشر اردوغان ته وفاداره کس بلل کیږي، نوموړی یو ملکي کس چې د اسرائیلو خورا سترګه ترې سوزي او بار بار یې ترې شکایتونه کړي دي. د کودتا له خبر اوریدو، سملاسي په ټول هیواد کې خپلو ترلاس لاندې قطعاتو ته امر کوي (الاشتباک حتی الموت) ( تر وروستۍ سلګۍ جګړه وکړئ!) استخباراتي قطعې مقاومت پیلوي. د فیدان معقولیت او د کودتا په شنډولو کې غوښنه ونډه له دې کبله ده چې نوموړي په پاسني معقول هدایت سربیره، د کودتاچیانو له روان سره سمې د هغوی د کمزروۍ لپاره بیانیې صادرې کړې.

فیدان درک کړې وه چې د کودتا په مرحله کې هره ثانیه د طلا ارزښت لري او باید ضایع نه‌شي. نوموړی له خبریدو سره سم، اعلامیه صادروي چې (کودتا په پوځ کې د یوې کوچنۍ ډلې له لوري یوه ناکامه هڅه ده چې بریالۍ کیدای نه شي.)

Image copyright AFP

له دې سره د کودتاچیانو مورالونه کمزوري او ترمنځ یې شکونه زور اخلي. یو ساعت وروسته د ولس روان ته په کتو د فیدان ویاند، رسنیو ته اعلامیه لیږي چې کودتا ناکامه او د کودتاچیانو نیول پیل شوي دي! دا اعلامیې او د فیدان معقول هدایات د کودتاچیانو په تصمیم شکونه رامنځته او مورالونه یې د ماتې په لور درومي. یعنې فیدان د کودتاچیانو او ولس مورال په لاس کې ونیو، یو مخکښ او مبتکر رول یې ولوباوه. دې دوه اعلامیو د کودتا په ماتې کې غوښنه برخه درلوده، چې مبتکر یې د ترکیې د استخباراتو مشر و.

په دې سربیره، په ترکیه کې د هرې سیمې لپاره پوځونه په شمیرو نومول شوې ده، د استانبول پوځ لومړی نمبر پوځ دی چې مشري یې جنرال اومیت دوندار کوي، کودتا روانه ده. دوندار ته کودتاچیان ورته احوال ورکوي چې کودتا ترسره شوي او له موږ سره مل شه. دوندار د تصمیم نیولو لپاره له دوی څو دقیقې وخت اخلي. دوندار، دغه طلایي وخت غنیمت ګڼي په پرله‌پسې توګه له ولسمشر اردوغان سره اړیکه نیسي ورته وايي:

Image copyright Getty
Image copyright EPA

((په هیواد کې لویه کودتا د ترسره کیدو په حال کې ده، ته زما قانوني ولسمشر یې، پام چې انقرې ته ولاړ نشې چې هرڅه بدل دي، که راځئ نو استانبول زما تر واک لاندې سیمې ته راشئ زه به مو په امن کې وساتم!) له تلیفون وروسته عاجل لاس په کار کیږي تر خپل لاس لاندې پوځیانو ته د جګړې هدایت ورکوي.

په داسې حال کې چې د لومړي پوځ رییس ارکان هم له کودتاچیانو سره ملګری او خپلو قطعو ته یې د ویشتلو امر کړی دی. کودتاچیان پوهیږي چې دوندار له دوی سره نه دی او د نیولو امر یې کوي، د دواړو لوریو ترمنځ مقاومت شدت اخلي، چې دې مقاومت هم د کودتاچیانو روحیات کمزوري کړل.

له نظامي اړخه د فیدان او دوندار دې معقولو او په وخت تصامیمو، کودتا د زوال په لور کړه. د کودتا له شنډیدو په لومړۍ ورځ، لومړي وزیر بن علي یلدرم نوموړی د پوځ سرپرست (لوی درستیز) وټاکه. اصلي لوی درستیز خلوصي آکار لا هم د کودتاچیانو په منګولو کې یرغمال دی.

د کودتا دویمه مرحله څنګه ناکامه شوه؟

د مهمو اماکنو له قبضې وروسته، د کودتا دویمه برخه پيلیده، د پارلمان، ولسمشرۍ ماڼۍ، د حاکم ګوند مرکزي دفتر او مرکزي استخباراتو د دفتر په شمول د مهمو دولتي اماکنو بمبارول پکې شامل وو.

Image copyright AFP

ددې کار لپاره د ملتیا ایالت په هوايي ډګر کې ۸ الوتکې په پام کې نیول شوې وې. کله چې د پوځ لوی درستیز هدایت کړی چې پوځي پروازونه بند دي، نو د هوايي ډګر منسوبین په پيلوټانو شکمن کیږي د ایالت له والي سره تماس نیسي، چې پوځیان غواړي الوتنه وکړي. والي د وقایوي تدابیرو په موخه هدایت کوي چې د هوایي ډګر پر ځغل‌لیکو د اطفائیو ګاډي ودروئ، د بمبارۍ په موخه الوتکې له پروازه ولویدې. د بمبار پلان شنډ شو.

په ورته وخت کې، د .... ایالت والي د ښاروالۍ په سلګونو موټر د پوځي اډو مخې ته راوباسي سړکونه بندوي او د ټانګونو د راوتلو لاره بندیږي او ډریوران ځي په مظاهرو کې ګډون کوي.

د کودتاچیانو له پلان سره سم، یوه ډله پوځیان هغه هوټل ته په لاره دي چې ولسمشر پکې خپلې رخصتۍ تیروي څو د ولسمشر یا یې ووژني یا یې ونیسي، اردوغان د اومیت دوندار له خبرو سره سم استانبول ته پرواز نه کوي، ځکه باور نشته چې خپله دوندار د کودتا برخه نه وي. اردوغان له هوټله له ساتونکو پرته ددې لپاره چې الوتکه یې ونه پيژندل له ځانه سره په دریو ملکي چورلکو کې د انقرې نړیوال هوایي ډګر پر لور پرواز کوي.

Image copyright AFP

کودتاچیان له دې الوتنې نه دي خبر، کله چې کودتاچي پوځیان د اردوغان د وژلو لپاره هوټل ته رسیږي، د ولسمشر ګارډ ورسره جګړه او مقاومت پيلوي، دا مقاومت ۴۰ دقیقې دوام کوي. د مقاومت د شدت له کبله، کودتاچیان فکر کوي ولسمشر په هوټل کې دی په داسې حال کې چې نوموړی یو ساعت مخکې د انقرې په لور پرواز کړی و. دې څلویښت دقیقه‌یې جګړې کودتاچیان په تورو نخودو پسې کړل او بې ځایه بوخت وساتل شول! ولسمشر له مرګه بچ شو.

د اردوغان پيغام؛ د کودتا د ماتې وروستی میخ!

ولسمشر اردوغان له مرمریس کلي څخه د سکایپ له لارې ترکي ولس ته د انقلابیانو پر ضد واټونو او کوڅو ته د راوتلو بلنه ورکړه، د ترکیې عظیم ولس له یوې لویې بدبختۍ او ماتې څخه د خپل وطن د ژغورلو او په ګڼو پلمو هر وخت د پوځ د ناروا مداخلو د تلپاتې مخنیوي لپاره د نوموړي دغه پیغام ته په پراخه کچه لبیک ووایه او په نیمه شپه په زرګونو خلک واټونو او څلورلارو ته راووتل، د پوځ دکودتا د بریا مخه یې ډب کړه، دوی نه یوازې د کودتا مخه ډب کړه، په دغه هیواد کې یې د کلونو معمول یو بد سنت سره یې د ابد لپاره خدای‌پاماني وکړه.

Image copyright AP

ولسمشر د اتاترک هوايي ډګر ته ورسید، یو نیم ساعت په هوا کې په الوتکه کې و، کله چې د اتاترک هوايي ډګر د ولس په زور د پوځیانو له قبضې ووت، الوتکې ناسته وکړه او له هماغه ځایه نوموړي د کودتا د ماتې لومړۍ بیانیه ولس ته ایراد کړه. نوره نو کودتا په بشپړه توګه ماته او د کودتاچي پوځیانو مورال لکه وژل شوی و. د شپې په تیریدو او د ورځې په ترڅ کې لا هم خال خال شدید مقاومت روان و، خو د عمل ابتکار اردوغان او واکمنې ډلې په لاس کې!

کودتا؛ غربي دسیسه که د اردوغان جعلي سناریو؟

په ترکیه کې د دیموکراتیک واک څښتنان له پوځه ښه خاطره نه لري او پنځه ځله د پوځي مداخلې له کبله له واکه غورځول شوي دي، په عین وخت کې، د پوځ دې ګستاخۍ اردوغان د پوځ تصفیې او په راتلونکې کې د کودتاوو له اړخه د ځان بیغمه کولو لپاره سخت د فرصت په تمه و. د کودتا په لومړیو کې همدغې تندې شکونه ټوکول چې کودتا خپله د اردوغان یوه جوړه شوې سناریو وه.

په دې اړوند د ویکیلیکس مشهوره افشاپالې ویب‌پاڼې له لوري د اردوغان د ۳لکو بريښلیکونو د خپرولو ژمنې، دا شکونه نور هم غښتلي کړل. د کودتا ژر ځپلو او شنډولو هم په کودتا شکونه راپارولي وو چې ګواکې که رېیښتنې د کودتا هڅه وای دومره ژر دومره قوي پوځ نشو ځپل کیدی.

Image copyright AP
Image copyright EPA

خو، که د کودتا جریانات سړي په ځیره تعقیب کړي وي، کودتا په هیڅ صورت له مخکې جوړه شوې د اردوغان سناریو نه وه، ددې خبرې د ثبوت لپاره همدومره کافي ده چې په دې اړه هیڅ مستند دلیل تر اوسه نه دی وړاندې شوی چې د کودتا سناریوتوب دې مدلل کړلی شي. په عین وخت کې، په تیرو کې ۴ځله د پوځ له لوري د بریالیو کودتاوو ترسره کول دا خبره ثابتوي چې د پوځ سترګې د کودتاوو په اړه تر حد زیاتې سرې او خونړۍ وې، نو دا ځل یې هم د کودتا هڅه کومه نوې پیښه نه ده.

په ورته وخت کې، د کودتا په لومړیو کې د ولسمشر اردوغان د وژلو ناکامې جدي هڅې، د ولسمشرۍ ماڼۍ تونده بمباري، او پوځ ته د هغو عناصرو د له منځه وړلو امر صادریدل چې د کودتا په بري کې خنډ جوړوي، د افشا شویو اسنادو له مخې د ۹ زرو کسانو د ترور لیست چمتو کول؛ هغه کافي دلایل دي زباتوي چې پوځ د یوې ريښتوني کودتا، یوه تاریخي خونړۍ نقشه طرحه کړې وه!

د ځینو رسنیو له قوله دا خبره چې کودتا ځکه د اردوغان جعلي سناریو وه چې ناکامه شوه، دوی داسې انګیري چې که کله کودتا بري ته رسیدلې وای بیا نو دوی منله چې کودتا د اردغان جعلي سناریو نه بلکې یوه واقعي پوځي هڅه ده! دا منطق د هیڅ عقل په چوکاټ کې ځای نه لري!

په ورته مهال کې، درې کاله وړاندې د مصري ولسمشر محمدمرسي د پوځ په لاس له واکه ګوښه کول، هغه روښانه بیلګه ده چې عقل دا توجیه کوي تر ډیره دې په امریکا کې تبعید شوی بانفوذه مذهبي مشر ګولن او خپله امریکا د کودتا تر شا وي، په ترکیه کې د ولسواک ملکي نظام پر وړاندې د ناروا ناکامې کودتا په ترڅ کې د امریکا د ولسمشر اوباما څلور نیم ساعته چوپتیا او عکس العمل نه ښودل، هغه دلیل دی چې له کودتا څخه د امریکا د پټ ملاتړ په اړه شکونه لا غښتلي کوي.

له دې سره، چې برحاله اردوغان په سیمه کې د امریکا ښه موتلف دی، خو د اردوغان د فکري وړانګو روانه وده په سیمه کې د امریکا او اسرائیلو لپاره، بالقوه ګواښونه دي! ددې ترڅنګ، د اردوغان له لوري د کودتاچیانو د ځپلو په اړه د امریکا مخکې له مخکې اخطارونه او له محمد مرسي سره د مصري پوځ د تاریخي ناروا په اړه د غرب د هغه مهال سکوت، دغه شکونه نور هم پیاوړي کوي.

Image copyright Getty
Image caption د اردوغان له لوري د کودتاچیانو د ځپلو په اړه د امریکا مخکې له مخکې اخطارونه او له محمد مرسي سره د مصري پوځ د تاریخي ناروا په اړه د غرب د هغه مهال سکوت، دغه شکونه نور هم پیاوړي کوي.
Image copyright AFP

دغه شان، د لومونیو معلوماتو له مخې، د کودتا د متفکر مغز او د لوی درستیز حقوقي مشاور جنرال محرم کوسا منلې چې کودتا یې په امریکا کې د تبعیدي روحاني مشر فتح الله ګولن په اشاره او لارښونه په لاره اچولې وه. که دا خبره رښتیا وي، د امریکا لاس لرل او ملاتړ پکې له لمره هم روښانه دی. د ویکیلیکس لخوا د اردوغان د ۳ لکه بریښنالیکونو د خپرولو ژمنه، هغه هوایي فیرونو ته ورته ده چې که عقلي محاسبه ورته وکړو سخته به وي چې د یوه لوی ولس ولسمشر دې حتی په دریو کلونو کې دومره ایمیلونه ولیکلی شي، حتی که شپه او ورځ له بریښنالیک لیکلو پرته بل کار ونه لري هم!!

تر ټولو جالبه، د کودتا له ماتې وروسته ټوله غربي میډیا دا خبره زمزمه کوي چې کودتا د اردوغان سناریو وه، ګواکې لکه ددې خبرې تر شا چې یو لیکوال شاته ناست وي او ټولو مطبوعاتو ته دا خبره په خوله ورکوي څو له اصلي موخې، سوژه واړوي! دا ډول د سوژې بدلولو پروژه، د کودتا تر شا د غرب په نیت سړی لا هم شکمن کوي.

کودتاچیانو ته د کودتا، شنډ عواقب!

د پوځ کودتا په نطفه کې شنډه شوه. دا هغه ګوذار و چې کودتاچیانو د ورته ناکامې نتیجې هیڅ محاسبه له ځانه سره نه و کړی. واکمنه ډله د کودتا تورن، د ګولن په مشرۍ اسلام ‌پاله سیاله ډله ګڼي، تر دې چې ترکیې ته یې سپارل له امریکا سره د اړیکو برید جوړوي. په لنډمهاله کې دغې ماتې اردوغان ته دا ځواک په لاس ورکړ څو په پراخه کچه په ځواکمن ترکي پوځ کې په اصلاحاتو لاس پورې او په ترکیه کې د تل لپاره د پوځي کودتاوو جرړې وچې کړي.

Image copyright AP

د کودتا د ماتې په لومړۍ ورځ، په پوځ کې ۶ زره کسان تورن او د امنیتي بنسټونو له لوري توقیف شول، دا شمیره هره ورځ پورته درومي. د کودتا اصلي زړي او سکښتګر هم نیول شوي. ۱۵ زره کسان په پوهنه وزارت کې د کودتا په ملاتړ تورن شوي. ۲۷۰۰ تنه په قضا او څارنوالۍ کې له دندو ځکه ګوښه شوي چې ګواکې هر ځل دوی د کودتا عناصرو ته په دوسیو کې براءت ورکړی دی.

د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې د کودتا د ملاتړو په تور ټولټال تر زر تنه زندانونو ته اچول شوي او لس زره نور تورن او توقیف دي. ښایي دا شمېرې نورې هم لوړې شي. په عین وخت کې ولسمشر د دریو میاشتو لپاره په ترکیه کې اضطراري وضعه اعلان کړله.

که دا پروسه همداسې په چټکۍ مخ په لوړه روانه وي، ښايي نړیوال او غرب، اردوغان د خپلو سیالانو په ځپلو او غچ اخستلو تورن کړي، شنونکي باور لري چې د کودتا شنډول به په راتلونکې کې اردغان لا هم پیاوړی او د خپلو سیالانو ځپلو ته مصمم کړي!

Image copyright AP