BBC
 شاته

النصره جبهې له القاعده سره پرېکون اعلان کړ

Image copyright
Image caption د دغې ډلې مشر ابو محمد الجولاني په یوه پیغام کې د القاعده مشرتابه مننه کړې، چې وايي ' د اړیکو پرېکولو په اړتیا پوهیدلي دي.'

سوریې کې النصره جبهې نومي اورپکې ډلې ویلي چې القاعدې شبکې بېله شوې ده. د دغې ډلې مشر ابو محمد الجولاني په خپل لومړني ثبت شوي پیغام کې ویلي، د دوی نوی نوم به جبهه الفتح الشام وي.

داسې باور کېږي، چې دغه ډله په سوریه کې په جګړه بوختو نورو اسلامي ډلو سره نژدیوالی غواړي. په هغه ثبت شوي پیغام کې، چې له الجزیزه عربي خبري شبکې خپور شوی الجولاني د القاعده مشرتابه مننه کړې، چې وايي ( د اړیکو پرېکولو په اړتیا پوهیدلي دي. ) د نوموړي په وینا نوې ډله به یې هېڅ ډول بهرني اړیکي و نه لري.

شنونکي وايي النصره له هغه وروسته، چې امریکا او روسیې یې پر ضد پوځي ګامونه پورته کړل، غواړي خپله بڼه بدله کړي.

تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او روسي سیال یې سرګي لاوروف وویل دوی د النصره او اسلامي دولت نومي ډلې په څېر جهادي ډلو خلاف د ' رغنده ' ګامونو پر اخیستلو یوه خوله شوي دي.

امریکا متحدو ایالتونو النصره جبهه د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله کړې او د فبرورۍ میاشتې له خبرو بهر ساتله شوې وه. له دې مخکې د سې شنبې په ورځ د القاعده دویم لوړپوړي مشر احمد حسن ابو الخاور ویلي و:

'' د النصره مشران باید د اسلام او مسلمانانو د ګټو او په سوریه کې د جهاد خوندیتوب لپاره مخکې لاړ شي.''

په اعلان کې د القاعده مشر ایمن الظواهري یو لنډ پیغام هم شامل و، چې وايي:

''د مسلمانانو ورورګلوي د سازماني اړیکو پرتله ډېره غښتلې ده''

النصره لومړی په سوریې کې د کورنۍ جګړې پیل پر مهال ۲۰۱۲ کال کې بېلتون اعلان کړ.

داسې ادعا کېږي، چې ښايي قطر له دغې ډلې سره غیر مستقیم خو نژدې اړیکي لري.

۲۰۱۳ کال کې النصره له اسلامي دولت نومي ډلې سره یو ځای کېده رد کړل او پر ځای یې له القاعده سره اړیکي ټینګ کړل.

د دواړو ډلو تر منځ له نښتو وروسته النصره اورپکي د سوریې له دیر الزور سیمې په شا وتمبول شوو. شنونکي وايي، د دغې ډلې د وسله والو غړو شمېر د ۵۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ زرو کسانو تر منځ دی، چې ډېری یې سوریایان دي.