BBC
 شاته

يوسېن بولټ د اولمپيک لوبو په موخه ريو ته رسېدلی

Image copyright AP
Image caption د نړيوالو ځغاستو د ۱۰۰ ميترو او ۲۰۰ مترو ريکارډ ساتونکی په ريو هوايي ډګر کې

د نړۍ تر ټولو چټک انسان او دوه ځله د سرو زرو مډال ګټونکی يوسېن بلوټ د اولمپیک سياليو په موخه د برازيل ريو ته رسېدلی دی.

نوموړی به د اګست پر پنځمه پلېدونکو لوبو کې د ۱۰۰ مترو، ۲۰۰ ميترو او ۴ سلو مترو ځغاستې له اتلولۍ دفاع وکړي.

۲۹ کلن يوسېن بولټ په هوايي ډګر کې له ښکته کېدو وروسته له خپلو مينه والو سره تصويرونه اخيستل او ارام ښکارېده.

بولټ هيله لري چې د درېيم ځل لپاره ځغاسته کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړي.

د ځغاستو پر مهال له ټپي کېدو وروسته نوموړي په مونيخ کې تر درملنې لاندې و او له روغتيايي کتنې وروسته د دې وړ وګڼل شو چې په دغو سياليو کې برخه واخلي.

نوموړی په اولمپیک سياليو کې د جميکا د ۵۹ لوبغاړو له ډلې يو دی.

Image copyright AP
Image copyright AP