شاته

امریکا سږکال افغانانو ته د فولبرایټ ۸۰ بورسونه ورکړي

په کابل کې د امریکا سفارت د پنچشنبې په ورځ د هغو اتیاو افغان زده کوونکو لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه، چې ددغه سفارت له خوا د ۲۰۱۷ کال د فولبرایټ د پروګرام له لارې په امریکایي پوهنتونونو کې د ډاکټرۍ او ماسټرۍ د زده کړو لپاره غوره شوي دي.

په کابل کې د امریکا سفیر میکل میکینلي غونډې ته په وینا کې غوره شویو محصلینو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې هغوی به ددغه پروګرام له لارې د راتلونکي کال په دوبي کې امریکا ته لاړ شي. په دې پروګرام کې ۷۷ تنه د ماسټرۍ او درې تنه د ډاکټرۍ یا پي ایچ ډي زده کړو لپاره غوره شوي دي.

ښاغلي میکینلي هغه افغانان چې په امریکا کې د زده کړو د ترلاسه کولو وروسته وطن ته راستانه شوي وستایل او ویې ویل چې هغوې نه یوازې خپله ژمنه پوره کړې، بلکې یو داسې چاپیریال ته راستانه شوي چې خپله ونډه په کې ترسره کولی شي.

ښاغلي میکینلي وویل " د جمهور رئیس محمد اشرف غني په ګډون د فولبرایټ پروګرام ۳۳ فارغان د نړۍ په ډیرو برخو کې جمهور رئیسان او صدراعظمان دي او ۵۴ د فولبرایټ پروګرام فارغانو د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړې ده".

د امریکا سفیر وویل، چې په افغانستان کې ډیر خلک بهرنیانو ته د شک په سترګه ګوري، خو د هغه په وینا د فولبرایټ په څیر پروګرام کولی شي د هغو شک له منځه یوسي او د خلکو ترمنځ د اړیکو په برخه کې د پل په توګه کار وکړي.

د امریکا سفیر په تیرو پنځلس کلونو کې د پوهنې او زده کړو په برخه کې د افغانانو د هڅو او پرمختګ یادونه وکړه او ویې ویل چې اوس ۲۵۰ زره افغانان د لوړو زده کړو په موسسو کې په زده کړو بوخت دي.

د امریکا په سفارت کې د فولبرایټ د پروګرام لپاره غوره شویو زده کوونکو ته دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې وه، چې امریکا حکومت سږکال د فولبرایټ د پروګرم اویاومه کالیزه لمانځي.

په افغانستان کې د ۲۰۰۳ کال راهیسې چې د فولبرایټ پروګرام د شل کلن ځنډ وروسته بیا پیل شو تر اوسه ۴۸۵ افغانانو چې ۸۷ ښځې دي، د دغه پروګرام له لارې په امریکا کې لوړې زده کړې ترلاسه کړي دي.

په امریکا کې د ماسټرۍ پروګرام د زده کړو موده د یو کال څخه تر دوو کلونوپورې په پام کې نیول شوې ده، خو د ډاکټرۍ پروګرام موده پنځه کاله ده.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیرې میرمن فریده مهمند دې غونډې ته وویل "زما پیغام د فولبرایټ پروګرام لپاره غوره شویو زده کوونکو ته دادی، کله چې امریکا ته لاړ شئ د ښه ګډ تفاهم د رامنځ ته کیدلو هڅه وکړئ او اوږه په اوږه د سو تفاهماتو مخه ونیسئ".

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت سلاکار او ویاند هارون حکیمي چې د فولبرایټ پروګرام لپاره غوره شوی وایي، چې دا دده او ده په څیر نورو ځوانانو ته چې په دغه پروګرام کې ورته د زده کړو امکان برابر شوی یو ډیر ښه فرصت دی، چې د امریکا په معتبرو پوهنتونونو کې زده کړې وکړي.

د امریکا سفارت دا نه وایي، چې تراوسه د فولبرایټ د پروګرام لپاره د استول شویو زده کوونکو څو تنه بیرته وطن ته ندی ستانه شوي، خو ددغه پروګرام یو شمیر راستانه شوي فارغان وایي، چې د نورو کلونو په پرتله په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې یو شمیر هغه افغانان چې ددغه پروګرام له لارې امریکا ته تللي وو بیرته نه دي راستانه شوي. خو ددغسې افغانانو دقیق شمیر لا څرګند نه دی.