BBC
 شاته

د نړۍ ډېر غښتلي کسان څنګه کمزوري کېږي

همدا پیاوړي لوبغاړي چې د سیالۍ په میدان کې خپل ځواک او وړتیا ښیي، ځینې وخت له سختو رواني ناروغیو کړېږي. د سوک وهنې یا بوکس مینه وال د ریکي هټن له نوم سره هرو مرو اشنا دي. دی په برتانیا کې د خپل وخت یو تر ټولو پیاوړی سوک وهونکی بلل کېده، او په خپل وزن کې نړیوال اتل هم پاتې شوی.