شاته

ننګرهار کې د هاوان په مرمۍ د یو کوچي کورنۍ ۱۳ غړي ټپیان شوي

د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې له غره څخه د هاوان توغېدلې مرمۍ د کوچیانو په یو مېشت ځای لګېدلې چې له امله یې د شپږو ماشومانو په ګډون دیارلس کسان زخمیان شوي دي.

دغه پېښه نن سهار وختي د توغر په سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې په دغه پېښه کې شپږ ماشومان،دوه ښځې او پنځه سړي زخمیان شوي دي، چې په وخت د ننګرهار مرکزي روغتون ته د ردملنې لپاره وروړل شوي دي.

د بټي کوټ ولسوال غالب مجاهد وویل چې په دغه پېښه کې ټپیان شوي ټول د یوه کور غړي دي .

هغه وویل چې د ملا داد الله په نوم د یو طالب قوماندان کسانو له تېرې ورځې راهیسې له غرونو څخه پهحکومتي تاسیساتو د هاوانونو ډزې کولې چې یوه مرمۍ د کوچیانو د خیموپه منځ کې لګېدلې ده.

نوموړی وايي چې دغه سیمه ټوله د طالبانو په ولکه کې ده او حکومت هلته نه شي ورتلای چې پلټه يې وکړي.

د بټي کوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې د تورغر دغه سیمه له ډېرو کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې ده.

تر اوسه وسله والو طالبانو ددغه پېښې په اړه څه نه دي ویلي.