شاته

نیتن یاهو: د جان کري څرګندونې غټه مایوسي ده

د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو وایي د منځني ختیځ په هکله د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري پالیسي " لویه مایوسي" ده.

نیتن یاهو هوډ وکړ چې د ملګرو ملتونو لخوا په لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د ناقلو یهودانو لپاره د کورونو د جوړولو د غندلو نه وروسته د حالاتو د کنترول لپاره به د متحده ایالاتو د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره په ګډه کار کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي دي چې د اسرائیل او فلسطین تر منځ د سولې حل لاره د جدي خطر سره مخ ده.

ښاغلي کري د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په رایه ګیري کې د امریکا د سپینې یا ممتنع رایې ورکولو دفاع وکړه او زیاته یې کړه چې دا د دوه بیلو هیوادونو د جوړولو د حل لارې د حفظ لپاره شویده.

خو د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو د ښاغلي کري د څرګندونو نه وروسته په یو خبري کنفرانس کې د امریکا پدې پالیسۍ جدي انتقاد وکړ.

نیتن یاهو وویل " اسرائیل دیته اړتیا نلري چې د بهرینو هیوادونو د مشرانو لخوا ورته د سولې د اهمیت په هکله لکچر ورکړل شي."

د اسرائیل صدراعظم همدارنګه وویل چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر جان کري څرګندونې هماغومره "بې موازینې وې لکه تیره اوونۍ په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل ضد د پریکړه لیک منظوریدل."

نیتن یاهو وړاندې وویل چې اسرائیل ‍به د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک د زیان د جبران کولو لپاره د امریکا د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او په کانګریس کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو سره په ګډه کار وکړي او هیله یې وښوده چې دغه پریکړه لیک به باطل کړي.

د اسرائیل صدراعظم وویل " هیله لري چې د جمهور رئیس براک اوباما حکومت به د واک پدې پاتې څو ورځو کې په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل په خلاف کوم بل اقدام ونکړي."

سره لدې چې د امریکا منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تر اوسه د منځني خیتځ په هکله خپله پالیسي نده روښانه کړې خو ویلي یې دي چې اسرائیل سره به یې خواخوږي ډیره وي.