شاته

جان کېري: د اسرائیل - فلسطین د سولې معامله له جدي خطر سره مخامخ ده

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ یواځنۍ سوله ییزه حل لاره د دوو هیوادونو اسرائیل او فلسطین رامنځ ته کیدل له "جدي خطر" سره مخامخ ده.

جان کېري نن د چارشنبې په ورځ د امریکا د بهرینو چارو په وزارت کې په یوه وینا کې د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا پریکړه لیک ته د رای ورکولو نه د ډډه کولو په اړه د واشنگټن له تصمیم نه دفاع وکړه. دغه پریکړه لیک د فلسطین په خاوره کې د یهودي استوگن ځایونو جوړول محکوم کړي دي.

ښاغلي کېري وویل چې په ملگرو ملتونو کې رای گیري د "دوو هیوادونو د حل لارې د حفظ" په اړه وه چې امریکا له هغه نه "د یو یهودي او دموکرات اسرائیل نه ملاتړ کوي." هغه وویل چې دوستان باید حقایق یو بل ته په ډاگه کړي او دوستي باید په متقابل احترام باندې ولاړه وي.

د ښاغلي کېري دغه وینا چې څه دپاسه یو ساعت یې ونیو د اسرائیلي مشرانو او د امریکا د کانگرس د جمهوري غوښتونکو او دموکراتو وکیلانو د سختو انتقادونو وروسته وشوه چې د هغوی په اند متحده ایالات د اسرائیل په ملاتړ کې پاتې راغلي دي.

ښاغلي کېري ددغو انتقادونو د ردولو په ترڅ کې ټینگار وکړ چې "اسرائیل به تل د امریکا د متحده ایالاتو نژدې متحد" پاته شي ، خو د یهودي استوگن ځایونو جوړول یې "د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سولې د راتلونکې معاملې لپاره" د لارې خنډ وگاڼه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې عربي نړۍ د دوو هیوادونو – اسراییل او فلسطین – د حل لارې غوښتونکي دي او باید څرگنده شي چې ددې طرحې نه پلي کیدل به په سیمه کې د دایمي سولې د رامنځ ته کیدو مخه ډب کړي.

ښاغلي کېري وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو هیڅ یو حکومت د باراک اوباما د ادارې په اندازه د اسرائیل په گټه کار او ملاتړ نه دی کړی. هغه زیاته کړه چې د امریکا په ډیر بد اقتصادي وضیعت کې "مونږ اسرائیل ته پوځي مرستې زیاتې کړې."

جان کېري وویل "اسرائیلیان او فلسطینیان کولای شي د یو بل سره د یو هیواد په سیورې یا جدا ژوند وکړي. خو بنیادي حقیقت دادی چې که د اسرائیل غوښتنه د یو هیواد لرل دي نو اسرائیلر کولای شي یهودي یا دموکرات اوسي، نه دا چې دواړه په یو وخت کې."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر چې ښایي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توگه به دا د هغه وروستنۍ وینا وي وویل چې د باراک اوباما اداره یواځنی حکومت دی چې د ۱۹۶۷ راهیسې یې هره هغه موضوع چې اسرائیل ورسره مخالف و، د اسرائیل د موقف ملاتړ یې کړی دی.

خو ښاغلي کېري د حماس له لورې په غزه کې په روان تاوتریخوالي انتقاد وکړ او ویې ویل چې دغه ډله بې گناه وگړي وژني او د امریکا حکومت په صراحت سره ددې ډلې له خوا د هر ډول ترهگریزو اعمالو او د بې گناه وگړو د وژلو د بندیدو غوښتنه کړې ده.