شاته

ډیموکراتان د ټرمپ پر کابینې نیوکه لري

د متحدو ایالتونو منتخب جمهور رئیس، ډونالډ ټرمپ د راتلونکې جنورۍ میاشتې په شلمه واک ترلاسه کوي، خو د سنا مجلس به د هغه د لوړې تر مراسمو وړاندې د کابینې لپاره د نومول شویو کسانو ارزونه پیل کړي.

ښاغلي ټرمپ خپلې کابینې ته تر ډیره د لویو شرکتونو خاوندان، پخواني پوځي چارواکي، محافظه کار سیاستوال او هغه کسان راوستي چې د آزاد اقتصادي بازار پلویان دي.

په هغو کسانو کې چې نوماندي یې په دولت او بهر کې د ډیرو کسانو پام راجلب کړی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څوکۍ ته نوماند وزیر، ریکس ټیلرسن دی.

ټیلرسن چې د اکسون موبیل په نوم د نفتي توکو د یوې سترې کمپنۍ اجرائیه رئیس دی، د روسیې له جمهور رئیس، ویلادمیر پوتین سره توده راشه درشه لري.

د متحدو ایالتونو د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې دیموکرات غړی، کریستوفر کونز وایې چې نوماندان به له سختو پوښتونو سره مخامخ شي.

ښاغلي کونز د ریک ټیلرسن په اړه وایې: "موږ به ډیرې پوښتې وکړو او وینو به چې د ټیلرسن ځوابونه څه دي."

د ټرمپ کابینې د تائید پر وړاندې ممکن ډیرې ستونزې موجودې او ښايې ځینې استماعیه غونډې له جنجالونو ډکې وي.

له بلې خوا، جمهوریت غوښتونکي چې د سنا په مجلس کې اکثریت دي د ټرمپ له کابینې خوشحال دي. دوي واېې چې کابینې ته د تائید رایه ورکوي.

جمهوریت غوښتونکی سناتور، میچ میکانیل وایې چې د کابینې لپاره نومول شوي کسان د کار وړتیا لري. هغه وویل: "زه خوشبین یم چې هغوي به تائید شي."

دیموکراتان چې د جمهوریت غوښتونکو په پرتله سنا کې لږې څوکې لرې وایې، اساسي قانون سنا ته د کابینې په جوړولو کې د سلا مشورو حق ورکړی او دوي دا چاره یو جدی مسؤلیت بولي.