شاته

په پخپله خوښه له جرمني نه د وتونکو مهاجرو د شمیر زیاتیدل

نژدې ٥٥ زره مهاجر چې په جرمني کې یې د پناه اخیستو شرایط نه درلودل او پناه غوښتنې یې رد شوی وې په تیر یو کال کې په خپله خوښه له هغه هیواد څخه وتلي دي.

جرمني مقاماتو د دغو ارقامو په وړاندې کولو سره ویلي دي چې په ٢٠١٥ کې د هغو پناه غوښتونکو شمیر چې په خپله خوښه له جرمني څخه تللي دي شاوخوا شل زره تنه و.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند هرالد نیمنز، د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل "د تیر کال په پرتله دغه زیاتوالی د پام وړ دی او مونږ یې هر کلی کوو. تل دا غوره گڼو چې د ایستلو پر ځای خلک په پخپله خوښه له دې هیواد نه ووځي".

په دې ترڅ کې د جرمني د مالیې وزارت په ٢٠١٧ کې په پخپله خوښه له جرمني نه د پناه غوښتونکو د وتلو د هڅونې د کوششونو د پیاوړي کولو لپاره ١٥٠ میلیونه یورو ځانگړي کړي دي.

جرمني په څو تیرو میاشتو کې د امنیتي اندیښنو او په ټولنه کې د څه دپاسه یو اعشاریه یو میلیون تازه مهاجرو د ادغام څخه د رامنځ ته شویو ستونزو په وجه د مهاجرو پر وړاندې سخت چلند خپل کړی دی.

تیره اونۍ یو پناه غوښتونکی چې د پناه غوښتنې درخواست یې رد او د اسلامي دولت ډلې ته یې بیعت کړی و، د برلین په یو گڼه گوڼه بازار کې پر خلکو باندې د لارې پر چلولو سره ١٢ کسان ووژل. دغې پیښې د جرمني د صدراعظمې انگلا مرکل په مهاجر پلوه سیاست باندې انتقادونه نور هم زیاد کړل.

په هغو مهاجرو کې په پخله خوښه د جرمني څخه وتلو ته حاضر شوي یو شمیر افغانان هم شامل دي چې شاوخوا درې اونۍ دمخه کابل ته ستانه شول.

د جرمني مقاماتو په وینا هغو پناه غوښتونکو سره چې له دې هیواد نه په پخله خوښه وځي ٣٠٠٠ یورو مرسته کیږي چې د بیرته تگ او په خپلو هیوادونو کې د کارموندنې پر وخت له ستونزو سره مخامخ نه شي.

له بلې خوا د جرمني امنیتي مقاماتو د رویترز اژانس ته ویلي دي چې د سږکال له جنورۍ نه تر نوامبر پورې ۲۳۸۰۰ تنه مهاجر چې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه یې رد شوي وو، له جرمني ووتل.

د جرمني ورځپاڼو د رپوټونو له مخې اکثر پناه غوښتونکي چې ایستل شوي د افغانستان، سوریې، عراق او نایجریا هیوادونو اوسیدونکي دي.