شاته

ولی د هیلري‌ کلنټن د میړه وینا مهمه بلل کیږي

شاید د امریکا په معاصر تاریخ کې داسې امریکايي‌ نه وي،‌ چې د کلنټن د کورنۍ او نوم سره اشنا نه وي. بل کلنټن د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۰ کلونو کې دوه وارې د متحدو ایالتونو ولسمشر و. خو اوس یې میرمن هیلري‌ کلنټن هوډ کړی،‌ چې د خپل میړه پر پل قدم کیږي.

تراوسه د بل کلنټن د نن شپې د خبرو جزییات رسنیو ته نه دي وتلي‌، خو هره رسنۍ خپله ارزونه او تحلیل کوي. ځینو امریکایي‌ رسنیو ویلي‌ چې شاید بل کلنټن یوه تاریخي‌ او نه هیریدونکې وینا وکړي.

د سي ان ان تلویزون وایي ممکن بل کلنټن داسې خبرې وکړي‌،‌ چې مخکې یې نه وي‌ کړي. سي‌ ان ان وايي هغه به د خپل ګوند غړيو‌ او نور امریکایانو ته ووايي،‌ چې یې بیا میرمن د امریکا جمهور رئیسه شي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي په فلادلفیا کې به د بل کلنټن وینا یوه کسماري‌ وینا وي. واشنګټن پوست وايي‌ د امریکا مخکنی ولسمشر که هر څه وایي‌ ودې وايي،‌ خو مهمه خبره دا ده چې هغه به د خپلې میرمن په ملاتړ او ننګه غږیږي.

د امریکا پخوانی ولسمشر د دغه هیواد د یوې بلې احتمالي‌ ولسمشرې په اړه وینا کوي.

که،‌ هیلري‌ کلنټن انتخابات وګټي،‌ بل ګلنټن به د امريکا په تاریخ کې لومړنی کس وي،‌ چې هم یې خپله د متحدو ایالتونو ولسمشر و او هم به یې میرمن ولسمشره وي.

واشنګټن پوست وايي،‌ نن شپه به بیا په خبرو کې د کلنټن کورنۍ ډېره یادیږي.

د کنوانسیون د نن شپې یوه بله مهمه ویناواله د متحدو ایالتونو د استازو د جرګې مخکنۍ مشره،‌ ننسي‌ پلوسي‌ ده.

د ډیموکراتانو ملي‌ کنوانسیون د دوشنبې په ورځ‌ پيل شو او په پنجشنبه به ختم شي، کنوانسیون به هیلري‌ کلنټن رسمآ د ډیموکرات ګوند کاندیده اعلان کړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.