BBC
 شاته

پاړاچنار کې د پاکستان پیپلز ګوند سیمه ییز مشر وژل شوی دی

Image copyright

نامعلومو کسانو د قبایلي سیمو لپاره د پاکستان پیپلز ګوند استازی حامد توری په خپل کور کې په ډزو وژلی دی.

یوه ځايي چارواکي ویلي پېښه په پاړه چنار کې رامنځته شوې.

د نوموړي په وینا ښاغلي توري ته چا زنګ وهلي و او له هغه وروسته نوموړی له خپل کلي شبلان نه پاړه چنار بازار ته راغلی و او هلته په خپل کور کې وژل شوی دی.

د نوموړي په خبره د توري پر بدن د شکنجې نښې نښانې لیدلې کېږي او پر سر په ډزو ویشتل شوی دی. په هغه خونه کې، چې د توري مړي په کې موندل شوی د تفنګچې د مرمۍ تشه تولۍ هم موندل شوې.

ځايي چارواکي وايي، دوی د پېښې په اړه څېړنه پیل کړې، خو تر اوسه کومې ډلې د وژنې پړه نه ده منلي او نه هم د نوموړي وژنې لامل معلوم دی.

حامد توري د خپلې سیمې مهم سیاسي او قومي مشر بلل کېده.

په دغه سیمه کې له دې مخکې هم پر حکومت پلوه قومي او سیاسي مشرانو بریدونه شوي دي. که څه هم په سیمه کې د امنیت عمومي حالت د پخوا پرتله ښه دی، خو د هدفي وژنو لړۍ لا هم په کې روانه ده.