BBC
 شاته

د وزیرستان بې ځایه شويو پېښور کې مظاهره کړې

Image caption شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پایله کې زرګونه کسان بې کوره شوو.

د شمالې وزيرستان لسګونو بې کوره شویو کسانو د خیبر پښتونخوا په مرکزې ښار پېښور کې د خپلوغوښتنو لپاره احتجاجې مظاهره کړې.

دوی له ځان سره لوحې یا پوسټرونه راوړي وو، چې پرې د ځايي چارواکو خلاف شعارونه لیکلي وو.

د شمالي وزيرستان د هسوړي او تپي قومونو نژدې دوه نيم زره کورنۍ چې په سویلي بنو سیمه کې د حکومت لخوا جوړ شوي کمپ، کېږدیو او يا د کرايې په کورنو کې اوسي وايي، له تېرو دریو میاشتو راهیسې له حکومتي مرستو بې برخې دي.

د لاریون يوه ګډونوال رحیم الله بي بي سي ته وويل، د پاکستان پوځ دوی له خپلو کورنو وايستل خو اوس یې د مالي مرستو غم نه خوري.

هغه وايي لا هم خپلو مېنو ته نه دي ستانه شوي او حکومت ورسره هېڅ ډول مرسته نه کوي.

له دې مخکې به دغو بې ځایه شویو هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ روپۍ ورکول کېدې، چې وايي اوس نه ورکول کېږي.

مظاهر کونکو وویل که غوښتنې یې و نه منل شي، خپل احتجاج به وغځوي. پاکستان حکومت ۲۰۱۴ کال کې په شمالې وزيرستان کې د وسله والو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل، چې له کبله یې سلګونه زره ځايي خلک بې کوره شوو.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د شمالې وزيرستان ډېری سيمې یې له وسله والو پاکې کړې او د دغو سيمو کنټرول ېې تر لاسه کړی دی.