شاته

افغان وتلې پیلوټې امریکا کې پناه غوښتې

نیلوفر رحماني په ۲۰۱۵ کال کې د زړه ورې ښځې جایزه وګټله خو اوس په افغانستان کې پر خپل ژوند ډاریږي.

د افغانستان د هوايي ځواک یوې وتلې څیرې په متحدو ایالاتو کې پناه غوښتې ده.

نیلوفر رحماني چې د جنګي او مُلکي الوتکو د پیلوټۍ زده کړې یې په امریکا کې ترسره کړي، وايي په افغانستان کې ځان خوندي نه احساسوي.

امریکايي رسنیو د پیغلې رحماني له خولې لیکلي چې ویلي‌”زه د خپل هېواد لپاره له پروازونو سره مینه لرم خو اوس پر خپل ژوند ډاریږم“.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ۲۵-کلنې نیلوفر رحماني ته په ۲۰۱۵ کال کې د ‌”زړه ورې ښځې“ نړیواله جایزه ورکړه.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو ویلي چې نیلوفر رحماني باید د خپلو مسلکي زده کړو له بشپړولو وروسته، بیرته هېواد ته راشي.

په تېرو څو کلونو کې له افغانستان نه د کډوالۍ لړې بیا زوراخیستې او پدې لړ کې آن ځیني حکومتي چارواکي چې د مسلکي زده کړو او نورو رسمي‌ چارو لپاره اروپا او امریکا ته ځي، بیرته افغانستان ته نه ستنیږي.

امریکايي چارواکو تر اوسه د نیلوفر رحماني د پناه غوښتنې په هکله پریکړه نده کړې خو منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ پخوا ویلي وه چې له امریکا ته د مسلمانانو پر کډوالۍ به بندیز ولګوي.