شاته

لښکرګاه – کندهار لار د نهرسراج ولسوالۍ کې بیا تړل شوې

د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وایي، وسله‌والو طالبانو د هلمند او کندهار ترمنځ د لويې لارې پر سر دوه پُلچکونه په ماین الوزولي او پر دغه لار یېد ترافیکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی دی.

د هلمند ولایت د امنیتي چارواکو پر وینا تیره شپه وسله‌والو طالبانو د کندهار د میوند ولسوالۍ د دوراهۍ او لښکرګاه د ښار ترمنځ د وزیر مانده په سیمه کې دوه لوی پُلچکونه په ماینونو الوزولي چې ورسره په دغه لار د موټرو تګ راتګ بند شوی دی.

وسله والو طالبانو دا پُلچکونه د وزیر مانده او تورجان پمپ په سیمو کې ویجاړ کړي دي.

د هلمند ولایت د پولیسو قوماندان جنرال اقا نور کین توز امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، کوم موټر چې سهار له لښکرګاه څخه د کندهار په لور وتلي وو، په لاره د پلچکونو د خرابیدو له امله بیرته دغه ښار ته ورستانه شوي دي.

جنرال کین توز وویل، د هلمند د فواید عامې ریاست کارکوونکو د تورجان د پمپ پُلچک بیرته ترمیم کړی، خو د وزیر مانده په سیمه کې د پُلچک د بیا رغونې کار لا روان دی.

د لښکرګاه څخه کندهار ته پر لار یو تن مسافر محمدوارث امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې وسله وال طالبان د وزیر مانده په سیمه کې له لرې واټن څخه پر مسافروړونکو موټرو باندې ډزې کوي، چې له امله یې د نن غرمې پورې د لارې دواړو خواو ته مسافر بند پاتې دي.

په ورته وخت کې د هلمند ولایتي چارواکي هم پردغه لار تازه امنیتي پېښي مني خو وايي چې لار د ترافیکو پر مخ پرانیستې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته وويل امنیتي ادارې هڅه کوي چې مسافرو ته د ډاډمن تګ راتګ لپاره په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر ضدد لټون عملیات پيل کړي.

د لښکرګاه – او د کندهار د میوند ولسوالۍ ترمنځ ۷۵ کیلو متر لار درې میاشتي مخکې هم د یوې نیمي میاشتي لپاره د وسله والو طالبانو له خوا د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، چې بیا وروسته د افغان امنیتي ځواکوانو د عملیاتو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

دغه لار چې د لښکرګاه ښار یوازنۍ اکمالاتي لار ده هره ورځ پرې زرګونه مسافر د هلمند او نورو ولایتونو ترمنځ تګ راتګ کوي.

سره له دې چې وسله والو طالبانو پدې وروستیو کې په یوه اعلامیه کې د ټولګټو تاسیساتو د ساتلو خبره کړې خو د هلمند – کندهار ترمنځ يې د لويې لارې پر سر د تازه تخریب شویو پُلچکونو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي