کراچۍ کې پر پاکستاني پوځیانو برید کې یو کس وژل شوی
د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د ډزو یوه پېښه کې یو پوځي کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی. پېښه د کراچۍ ښار مرکزي صدر سیمه کې شوې ده.
ځايي پولیس وايي نامعلومو کسانو د پوځ پر یوه روان ګاډي ډزې وکړې، چې پایله کې یې یو پوځي کس ووژل شو او یو بل ټپي شوی دی.
پولیس وايي پېښه د صدر پارکنګ پلازه سیمه کې شوې ده.
بریدګر د پېښې له ځایه وتلي دي.
د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې د پېښې ټپیان جناح دولتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یاد روغتون بېړنیو طبي مرستو برخې مشرې سیمي جمالي ځايي رسنیو ته ویلي، چې یوه ټپي پوځي په روغتون کې ساه ورکړه.
د پوځ او نورو امنیتي ادارو چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي دي.