شاته

منبع – د افغانستان سترې محکمې د وزیرانو د صلاحیت سلبول تائید کړل

د افغان حکومت یوې سرچینې ویلي دي چې د افغانستان سترې محکمې د حکومت د کابینې د اوه وزیرانو د صلاحیت د سلبولو د موضوع په اړوند د ولسي جرگې تصمیم تائید کړی دی.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یاد شي، د امریکا غږ ته وویل چې سترې محکمې ویلي دي چې د وزیرانو د صلاحیت ردول او یا تائیدول د ولسي جرگې کار دی.

خو ددغه مقام په وینا تر اوسه سترې محکمې خپله پریکړه د افغانستان جمهوري ریاست ته نه ده استولې.

وروسته له هغې چې د افغانستان ولسي جرگې د هیواد د کابینې د اوه وزیرانو څخه چې په خپلو وزارتونو کې د ٧٠ فیصد انکشافي بودجې په لگولو کې پاتې راغلي وو خپل باور بیرته واخیست، د افغانستان جمهوري ریاست په دې اړه د وروستۍ پریکړې لپاره مسله سترې محکمې ته وړاندې کړه.