BBC
 شاته

پروسس شوې غوښې خوړل "ښایي ساه لنډي زیاته کړي"

څېړونکي وایي؛ د پروسس شوې غوښې خوړل ښایي د ساه لنډۍ اعراض (نښې نښانې) لا پسې ډېر کړي. ژورنال توراکس مجلې کې د خپاره شوي راپور له مخې، فرانسه کې پر نژدې ۱۰۰۰ کسانو تر ارزولو وروسته څرګنده شوې چې په اونۍ کې تر څلورو ټوټو ډېرې غوښې خوړل یو خطر دی.