افغان حکومت د سولې او پخلاینې د ملي ستراتیژۍ پر تائید کار کوي
د ارګ په یوې اعلامیې کې راغلي، چې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ تیره ورځ ماښام د ملي امنیت شورا په غونډه کې د سولې او پخلاینې د ملي ستراتیژۍ پر نوې طرحې بحث شوی دی.
د دې ستراتیژۍ نوې طرحه چې د افغانستان د سولې عالي شورا له خوا تدوین شوې، په کې د سولې پروسې لپاره د واضح میکانیزم پر پیژندنې، سولې ته د نوي تعریف ورکولو، د جوړښتونو او تشکیلاتو اصلاحات، د ښځو او مدني ټولنې د رول زیاتوالي، د حساب ورکولو، شفافیت، څارنې، اعتبار او موثریت په رامنځ ته کولو باندې ټینګار شوی دی.
ارګ ویلي دي، چې دا ستراتیژي د تیرو تجربو او نننيو شرایطو پر بنسټ د سیاسي مذاکراتو د ترسره کولو، د ملي اجماع د رامنځ ته کولو او په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګولو په موخه جوړه شوې ده.
د ارګ د اعلامیې له مخې په نوې طرحه کې د شفافه او موثرو میکانیزمونو په چوکاټ کې د بینالافغاني سولې پروسې پر دوام ټینګار شوی دی.
افغان حکومت دغه راز د افغانستان له خلکو څخه غوښتي چې د سولې عالي شورا سره یو ځای د دې ستراتیژۍ د اساسي موخو د عملي کولو په برخه کې همکاري وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا په دې غونډه کې پریکړه شوې، چې د سولې او پخلاینې د ملي ستراتیژۍ طرحه د دې شورا په راتلونکې غونډه کې بیا تر بحث لاندې ونیول شي.