شاته

د سوریې د حلب له ښار نه د خلکو ویستل بیا پیل شول

د شنبې( ډسمبر ۱۷) په ورځ موافقه وشوه چه د سوریې د حلب د ختیځې برخې نه بیا د خلکو ایستل شروع شي.

د ملگرو ملتونو عمومی شورا د جمعی په ورځ بېړنۍ غونډه وکړه چې د حلب په اړهوغږیږي او ټاکل شویده چې د شنبې په ورځ به نورې خبرې هم وکړې.

فرانسه غواړي چې نړیوال څارونکي د ولسي خلکو ویستل وڅاري.​

د جمعې په ورځ ددغه ځای نه د خلکو ایستل ځکه وځنډول شول چې د حکومت طرفدارو ځواکونو غوښتل چې اول د کفاریا او فوا کلي تش کړل شي. ددغو کلیو اوسیدونکي به نن وویستل شي.

د سوریې حکومت د جمعې په ورځ په حلب کی د چاودنو او د ټوپک د ډزو د اورېدو نه وروسته د خلکو ویستل وځنډول. حکومت او یاغیانو، دواړه په یو بل د اوربند د موافقې د ماتولو تورونه لګوي.

ترکیې چې په حلب کې د سولې په پرگرام کې ډېره دخیله ده، وویل موقتا د خلکو ایستل وځنډېدل.

د روسیې جمهورریس ویلادي میر پوتین وویل هېواد یې د ترکیې سره په گډه هڅه کوي چې په سوریه کی بېرته د سولې خبرې شروع شي، چې په ټولې سوریې کې اوربند وشي.

ولسمشر اوباما په حلب کې روان "وحشت" غندلی دی او د سوریې جمهورریس بشارالاسد ته یې خبرداری ورکړیدی.

شپږ کاله کیږی چې په سوریه کې جنګ دی او څه باندې درې سوه زره خلک په کې وژل شوي او میلیونونه نورو بیا خپل کورونه پرېښې او نورو هېوادونو او سیمو ته تښتېدلي دي.