شاته

عاطف مشعل د افغانستان کرکټ بورډ نوی مشر شو

شکر الله عاطف مشعل چې د افغانستان د ولسمشر په دفتر او د چارو په اداره کې یې دمخه د پروګرامونو رئيس په توګه کار کوه، نن د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د افغانستان د کرکټ بورډ د نوي رئیس په توګه په کار پیل وکړ.

د افغانستان د کرکټ بورډ او د شاپور ځدراڼ په هکله د امریکا غږ د راپورونو وروسته په تیرو دوو اونیو کې په ټولنیزو شبکو کې د دغو راپورونو په اړه د ناندریو او د ټولیزو شبکو د کاروونکو له خوا د شاپور ځدراڼ له دریځ څخه د پراخه ملاتړ وروسته نن افغان ولسمشر د کرکټ بورډ لپاره نوی مشر وټاکه .

شکر الله عاطف مشعل،د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي فرمان له مخې د کرکټ بورډ مشر ټاکل شوی دی او نن په یوه غونډه کې د کرکټ بورډ ادارې ته وپيژندل شو.

دې غونډه ته عاطف مشعل په خپلو خبرو کې وویل چې دی به د کرکټ بورډ اداره خپلواکه کوي او له هر ډول سیاسي او قومي نفوذه به یې خوندي ساتي.

ښاغلي مشعل وویل "زه به د کرکټ بورډ د غوراوي ښه قوي کمیټه وټاکم، د لوبغاړو غوراوی به د همدې کمېټې صلاحیت وي او دوی به د کرکټ بورډ یوه مهمه برخه وي".

مشعل د کرکټ بورډ د بودیجې په تړاوو وویل چې بودیجه به په شفافه توګه لګوي.

تېره اوونۍ امریکا غږ د کرکټ د ملي لوبډلې له بالر شاپور ځدران سره مرکه درلوده، پدغه مرکه کې شاپور ځدران د کرکټ بورډ په مشرۍ نیوکې کړې وې، دغې مرکې په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو غبرګون درلود او د دغه غبرګونونو په پایله کې د کرکټ بورډ لپاره نوې مشر وټاکل شو.

د کرکټ بورډ غړي او د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د عاطف مشعل د پيژندلو په مراسمو کې وویل چې د کرکټ بورډ ټولو غړو پرېکړه کړې ده چې له دې وروسته به د کرکټ بورډ عمومي رئيس د درېیو کلونو لپاره ټاکي خو د یوه کال کاري راپور به ترې اخلي.

اکلیل حکیمي وویل" د کرکټ بورډ نوې مشرۍ ته درې کسه کاندید وو او له دغو کاندیدانو عاطف مشعل ټاکل شوی دی".

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار په خپله وینا کې د کرکټ له مینه والو او په کرکټ کې ښکیلو اړخونو نه وغوښتل چې د کرکټ په تړاوو له منفي تبصرو لاس واخلي او نه چې د دوی همدا منفي تبصرې دا لوبه له نورو ګډوډیو سره مخ کړي.

د عاطف مشعل د معرفۍ په دغه ناسته کې د کرکټ بورډ پخوانی عمومي رئيس نسیم الله دانش نه وو. د کرکټ بورډ ټولو غړو د نسیم الله دانش هلې ځلې وستایلې.

نوموړي نېږدې دوه کال د کرکټ بورډ مشري وکړه.

د کرکټ بورډ نوې مشري پداسې حال کې ټاکل کیږي، چې د کرکټ ملي لوبډلې تېره ورځ له اماراتو دوهمه شل اوریزه لوبه هم وګټله تر څنګ افغان نوولس کلونو لوبډلې پاکستان نوولسو کلونو لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.