شاته

د کندهار د هوايي ډګر پنځه ښځینه کارکونکې وژل شوي

د کندهار ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، نن سهار وختي د کندهار ښار په څلورمه حوزه کې د هوايي ډګر د عملې پر موټر د ناپیژاندو وسله‌والو په برید کې پنځه ښځې او د موټر چلوونکی یې وژل شوي دي.

دا بريد نن سهار وختي شپږ بجې د ښار په يوه مرکزي برخه کې شوی.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک امريکا غږ ته وويل، بريد کونکو د ښار د څلورمې حوزې په ده خواجه سيمه کې هغه مهال پر دغو ميرمنو او د هغوی پر موټر چلونکي ډزې وکړې، چې هغوی د کندهار هوايي ډګر ته د تګ په حال کې وو.

هغه زياته کړه، لمړنۍ څيړنې ښيي، چې بريد کونکي دووه تنه وو او تر برید وروسته له سیمې تښتیدلي، خو امنيتي ادارو يې د نيولو هڅې پيل کړي دي.

د کندهار د هوايي ډگر امر احمدالله فيضي امريکا غږ ته وويل، چې د وژل شويو ميرمنو جسدونه ميرويس حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي.

د هغه پر ونیا، وژل شويو ميرمنو د هوايي ډگر په ترمینل کې د ښځينه مسافرو د تلاشۍ په برخه کې له يوې قرار دادي کمپنۍ سره کار کاوه.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د بريد مسوليت په غاړه نه دی اخيستی.

خو ولسمشر غني دا برید د افغانستان د پرمختګ د دښمنانو عمل ګڼلی دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دې پیښې په اړه خواشینې ښودلې او ویلي دي، چې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ښځو وژل په هیڅ دین او قانون کې توجیه کیدلی نه شي.

د ارګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ولسمشر غني د دغه برید د غندلو ترڅنګ پر ملکي وګړو او په ځانګړي ډول پر ښځو برید د افغانستان د دښمنانو د ذلت او کمزورۍ نښه بللې ده.

ولسمشر غني ویلي "د ښځو بې رحمانه وژل په هیڅ دین او قانون کې توجیه نه لري او د افغانستان دښمنانو په دې وحشیانه عمل سره یو ځل بیا ثابته کړه، چې نه یوازې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په مقابل کې قرار لري، بلکې د افغانستان د پرمختګ مانع هم دي."

ولسمشر غني اړوندو امنیتي ادارو ته د دې پیښې د عاملینو د نیولو او د قانون منګلو ته د سپارلو امر کړی.

له دې مخکې هم تیرکال په کندهار ښار کې پر ښځينه کار کونکو دووه ځل بريدونه شوي. په لمړي برید کې د يوناما يوه ښځينه کارکونکې ووژل شوه او بل ځل د واکسين ۲ کار کونکې د وسله‌والو تر هدف لاندې راغلې چې يوه يې ووژل شوه او بله يې ټپي شوه.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي