شاته

پاکستان د تورخم دروازه رسماً پرانیزي

تورخم چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تگ راتگ لپاره ډیره مصروفه لار ده څه موده وړاندې د پاکستان حکومت وتړله. حکومت وروسته بیا لاره پرانیستله او یوازې هغه چا ته یې د داخلیدو اجازه ورکوله چې د سفر کولو قانوني اسناد یې لرل.

د پاکستان د دفاع د وزارت یو چارواکی جنرال عابد نذیر د ترهگرۍ او د غیرقانوني مهاجرینو د تگ راتگ د مخنیوي لپاره د دپاکستان د سنا دفاعي کمیټې ته دغه پلان وړاندي کړیدی.

جنرال نذیر وایي چې د تورخم په دروازې امنیتي کمرې او د تالاشۍ ماشینونه لگول شوي چې د امنیتي عسکرو او د گمرک کارکونکو سره به مرسته وکړي چې خپل کار په اسانۍ وکړي. هغه زیاته کړه چې هره ورځ دغه ځای نه ٢٠ زره تنه تیریږي.

جنرال نذیر د پارلیمان غړیو ته دا هم وویل چې د پولې دواړو خواوو ته د پرتو قبایلو د ازادانه تگ راتگ د محدودولو لپاره به اضافي اقدامات هم کوي.

د افغانستان او پاکستان د پوځي او حکومتي چارواکو ترمنځ به د امنیت او د سرحد د ساتنې په موضوع لومړۍ غونډه په کابل کې د سې شنبې په ورځ وشي.

تیره میاشت دواړو ملکونو د تخنیکي ماهرانو یو ډله جوړه کړه چې د دواړو ملکونو د اندیښنو د لیري کولو او په راتلونکي کې د سرحد په مسئله د شخړو د مخنیوي لپاره کار وکړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم ددې مسلې په هکله د پارلمان غړیو ته وینا وکړه. هغه وویل "د افغانستان سره په پولې د تگ راتگ په نورو ځایونو کې هم امنیت ټینگ شوی.". هغه زیاته کړه چې د افغانستان سره په سرحد د تگ راتگ د دوه سوو نورو غیر رسمي لارو د بندولو لپاره هم په اقداماتو باندي غور کوي.

خواجه اصف زیاته کړه هغه افغانان چې پاکستان ته سفر کوي باید چې ویزه واخلي. او هغه پاکستانیان چې افغانستان ته ورځي، هم په قانوني توگه دغه هیواد ته ورشي.

افغان تجاران وایی چې د تورخم د لارې د بندیدو له وجې یې د ملیونو ډالرو تاوان کړیدی.

پاکستاني چارواکي دا هم وایي چې د سرحد په دواړو خواو باندي سخت امنیت نیول به د دواړو ملکونو هغه اندیښنې هم لیري کړي چې واېي ترهگر دواړو ملکونو ته ازاد تگ راتگ کوي.

افغانان د تورخم په لار د دروازې په نصبولو اعتراض لري. د تورخم د لارې د تړلو په وجې د دواړو ملکونو تر منځ نښتي هم وشوې چې د دواړو خواوو څلور عسکر هم پکې ووژل شول او په لسگونو نور زخمیان شول. په زخمیانو کې ملکیان هم وو.