BBC
 شاته

'' د انسباخ ځانمرګي بریدګر د اسلامي دولت ډلې پلوي و ''

Image copyright Getty

جرمني چارواکي وايي انسباخ ښار کې د ځانمرګي سوريايي کډوال له موبایله یوه ویډیو موندل شوې، چې په کې نوموړي د اسلامي دولت نومي ډلې مشر سره بیعت اعلان کړی.

د باوریا ایالت کورنیو چارو وزیر چواخم هیمن وايي د دغه ۲۷ کلن سوريایي وګړي له جیبونو او کور نه دوه ټیلیفونونه، یو شمېر سیم کارتونه او لپ ټاپ کمپیوټر موندل شوي دي.

د نوموړي په وینا دغه سړي په ویډیويي کلیپ کې له جرمني نه د غچ اخیستو خبره کړې.

ځايي چارواکي وايي د نوموړي هدف د امکان تر حده د ډېرو خلکو وژل و.

دوی وايي، د دغه سړي له کوره د بم جوړولو لپاره اړین مواد، چې په کې پټرول، هایدروجن پراکسایډ او بېټرۍ شاملې دي موندل شوي.

چواخم هیمن دا هم ویلي، چې د دغو توکو په اړه څېړنه کېږي او وايي '' د هغه له مېشت ځایه سلفي لیکلي مواد'' هم تر لاسه شوي دي.

له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویلي و، د دغه سوریايي سړي د پناه غوښتنلیک رد شوی و او وايي د موسیقۍ یوې مېلې ته د ننوتلو د اجازې له نه موندلو وروسته یاد دغه سوریايي وګړي په ځان پورې تړلي باروت وچوول.

Image copyright AFP Getty

چارواکو ویلي و، چې پېښه کې دغه سوریايي وګړی ووژل شو او ۱۲ نور کسان ټپیان شوو.

د ښاغلي هیمن په وینا دغه سړی دوه کاله مخکې جرمني ته ورغلی و او کال مخکې یې د پناه غوښتنلیک رد شوی و، خو ده په سوریه کې د حالاتو ښه کېدو تر مهاله په جرمني کې د اوسېدو اجازه درلودله او د اوسېدو لپاره یو اپارتمان هم ورکړل شوی و.

د وزیر هیمن په وینا نوموړي سړي دوه ځله د ځان وژنې هڅه کړې او یو څه مهال لپاره د رواني ناروغانو په روغتون کې بستري و.

تېر کال له ۱۰۰ زرو غوښتنلیکونو ۲۳ رد شوي وو. دغه غوښتنلیکونه د ناسمو معلوماتو ورکولو له کبله رد کېږي.