شاته

پکتيکا کې ۲۳ نجونې د قابله ګۍ له زده کړو فارغې شوې

د پکتيکا اوسېدونکې مېرمن زرمينې او يو شمېر نورو خويندو په مرکز ښرنه کې د قابله ګۍ له زده کړو د فراغت سندونه نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترلاسه او د ټولنې لپاره يې د خدمت ملا وتړله.

مېرمن زرمينه څو کاله مخکې په کابل کې له دوولسم ټولګي فارغه شوې، خو ارګون ولسوالۍ ته په راتلو سره له لوړو زده کړو بې برخې پاتې وه. هغه د قابله ګۍ زده کړې د ځان او ټولنې خوشبختي بولي.

زرمينه وايي: ” له کومې سيمې چې موږ معرفي شوي يو، د هغې سيمې خلک حق لري چې خدمت يې وکړو. انشاالله موږ به د مور او ماشوم د مړينې په راکمولو کې ډېره مرسته وکړای شو‟.

د قابله ګانو د روزنې په ياد مرکز کې، چې نړيوال بانک يې تمويلوي، ۲۳ نجونو دوه کلنې زده کړېله ترسره کړې. دوی له مختلفو ولسوالۍ څخه معرفي شوې او د خپلو سيمو په صحي مرکزونو کې ګمارل کېږي.

د پکتيکا د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ولي ګل له نړيوال بانک وغوښتل، چې ښځينه ناروغانو ته په خپل وخت د روغتيايي خدماتو د رسولو لپاره د قابله ګانو روزنې ته دوام ورکړي.

هغه وويل: ” دوی به د پکتيکا په مختلفو ولسوالي کې کار کوي. په پکتيکا کې د مور او ماشو د مړينې کچه نسبت نورو ولايتونو ته زياته ده. د دوی په راتګ سره به دا کچه راټيته شي‟.

له کال ۲۰۱۱ ميلادي څخه تر ۲۰۱۴ پورې هم په پکتيکا کې لسګونه نرس او قابله ګانې د USAID په مرسته روزل شوي، خو د پکتيکاوالو انتقاد دا دی، چې د ستونزو په حل کې يې چندان مرسته نده کړې.

د پکتيکا يو اوسېدونکی وايي: ”د ولسواليو په اکثره صحي مرکزونو کې ښځينه ډاکټرانې او قابله ګانې نشته. ښځينه ناروغان له ډېرو مشکلو سره مخ دي. ډېر ناروغان نارينه ډاکټر نشي کتلی، خلک مجبور دي، چې بل ولايت ته يې يوسي‟.

د پکتيکا والي محمد الياس وحدت، چې د يادو قابله ګانو د فراغت مراسمو ته يې خبرې کولې، له خلکو وغوښتل، چې د ښځو لپاره د پراخو روغتيايي امکاناتو په خاطر تر ټولو لومړی خپلو نجونو ته اجازه ورکړي، چې ښوونځيو او پوهنتون ته لاړې شي.

وحدت زياته کړه: ” ډاکټرې غواړو، خو له څه نه چې ډاکټرې جوړېږي هغه نه غواړو. ډاکټرانې له اسمانه د باران په څېر نه راورېږي او نه په بازار کې د اوبو د بوتل په څېر خرڅېږي. ډاکټرانې زموږ لوڼې دي، چې ښوونځي ته يې لېږو، پوهنتون وايي او بيا ډاکټرې ترې جوړېږي. مګر څوک چې لوڼې ښوونځي ته نه لېږي او پوهنتون نه پرې وايي، هغوی ډېر کم چانس لري چې ښځينه ډاکټرې ولري‟.

څو کاله مخکې ټولې پکتيکا يواځې يوه ښځينه MD ډاکټره درلوده، چې د ښرنې په ولايتي ملکي روغتون کې يې د ښځينه ناروغانو خدمت ته اوږه ورکړې وه.

مګر معلومات ښيي، چې دا وضعيت ورو، ورو بدلېږي. اوسمهال په مرکز ښرنه، ارګون او خيرکوټ ولسواليو کې يو شمېر ښيځينه ډاکټرې او نرس قابله ګانې د ښځينه ناروغانو په درملنه بوختې دي.