BBC
 شاته

ترکیه کې د ۴۲ خبریالانو د نیولو حکم ورکړل شوی

Image copyright AP

له ترکیې په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې په دغه هېواد کې د ۴۲ خبریالانو د نیولو حکم شوی. دا حکم د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دولت پرضد د ناکامې کودتا د څېړنو په لړ کې صادرېږي.

د ترکیې د څو مشهورو خبریالانو نومونه هم په دغو کسانو کې لیدل کېږي.

د دولت پلوې صباح ورځپاڼې پخوانۍ خبریاله نازلی ایلیجک چې پر دولت د نیوکې له امله ویستل شوې وه، هم ددې کسانو په ډله کې دی.

استانبول کې د بي بي سي خبریال نیک تورپ وایي، له ناکامې کودتا راهیسې څو رسنۍ تړل شوي خو دا لومړی ځل دی چې د خبریالانو د جلب حکم صادرېږي.

تر دغې کودتا وروسته ۶۰ زره کسان چې د دولت کارکوونکي، پوځیان، پولیس او ښوونکي دي، له دندو ګوښه شوي یا بندي شوي دي.

د ترکیې ځینو رسنیو همداراز د بهرنیو چارو وزیر له خولې لیکلي، په بهر کې د ترکیې یو شمېر سفیران د کودتا په اړه د څېړنو په لړ کې له دندو ګوښه شوي دي.

ترډېره دا کسان له فتح الله ګولن سره پر اړیکو تورن شوي. ګولن د ترکیې مذهبي څېره ده چې اوسمهال امریکا کې اوسېږي او په کودتا کې د لاس لرلو تور پرې لګول شوی، خو هغه دا تورونه رد کړي دي.

د ترکیې چارواکو د دولت د "تصفیې" ژمنه کړې ده.

ددې هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې هېواد کې بیړنۍ حالت اعلان کړی چې پارلمان هم ورته رایه ورکړې ده، خو پر دې ګام مخالفو ګوندونو نیوکه کړې.

د ترکیې دولتي چارواکو په وروستیو څو ورځو کې ویلي، ښایي د هېواد حقوقي او قضایي نظام ته د اعدام سزا بېرته وروګرځول شي.