شاته

یوناما: ملکي ټپیان زیات شوي او مړینه یې کمه شوې

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما تازه رپوټ ښيي چې په تیرو شاوخوا اتو کلونو کې د ملکي افغانانو په مرګ ژوبله کې بې‌ساری زیاتوالی راغلی دی.

د یوناما دغه رپوټ چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی ښيي، چې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو په مجموعي توګه ۵۱۶۶ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبه اوښتې، چې له دې شمیرې ۱۶۰۱ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۵۶۵ نور ټپیان شوي دي.

تیر کال یوناما په خپل شپږ میاشتني رپوټ کې د وژل شوو ملکي افغانان شمیر ۱۶۱۵ او د ټپیانو شمیر ۳۳۶۷ ښودلی وو.

د یوناما د رپوټونو له مخې، له ۲۰۰۹ کال څخه نیولې د ۲۰۱۶ کال د جون میاشتې تر دیرشمې نیټې پورې په مجموعي توګه په افغانستان کې ۲۲۹۴۱ ملکي افغانان وژل شوي او نږدې ۴۱۰۰۰ زره نور ټپیان شوي دي.

خو د یوناما وروستی رپوټ ښيي، چې په افغانستان کې د ناامنیو او وسله‌والو جګړو له امله سږکال د ملکي افغانانو په مرګ ژوبله کې ۴ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر رئیس تدامیچی یاماموتو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د رپوټ د خپرولو پر مهال وویل، دا رپوټ د هغوو ملکي افغانانو غږ دی چې د وسله‌والو جګړو له امله په مستقیمه توګه زیانمن شوي دي.

ښاغلي یوماموتو وویل "هغه څه چې په دې رپوټ کې خپور شوي د هغه وحشت او بې ثباتۍ ښکارندوي کوي، چې افغانان ورسره هره ورځ لاس او ګریوان دي."

یوناما په دغه رپوټ کې د ماشومانو پر مرګ ژوبلې ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي دي، چې د قُربانیانو یو په درېیمه برخه ماشومان دي.

د یوناما د رپوټ له مخې د روان کال په لومړیو میاشتو کې ۳۸۸ ماشومان وژل شوي او ۱۱۲۱ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز رپوټ ښيي چې په دې موده کې ۱۳۰ تنه ښځې وژل شوي او ۳۷۷ نورې ټپیان شوې دي.

د یوناما د رپوټ له مخې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ملکي افغانانو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د ښکیلو غاړو په مخامخ جګړه کې اوښتې ده.

د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرۍ دانیل بیل وویل، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۲۰۰۰ ملکي افغانانو ته په مخامخ جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې، چې دا شمیره د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

آغلې بیل وویل "پیچلي ځانمرګي بریدونه او د چاودیدونکو توکو استعمال په پرله پسې توګه هغه دویم او درېیم لاملونه پیژندل شوي، چې له امله یې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."

یوناما په دې راپور کې، د ملکي افغانانو د ۶۰ فیصده مرګ ژوبلې پړه د حکومت د وسله‌والو مخالفینو په غاړه اچولې ده، چې د ۲۰۱۵ کال د همدې مودې په پرتله په کې ۱۱٪ کموالی ښودل شوی.

په همدې توګه یوناما په دې رپوټ کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې ۲۳ فیصده مسؤولیت د افغان دولتي ځواکو په غاړه اچولی چې د تیر کال په پرتله ۴۷ فیصده زیاتوالی په کې راغلی دی.

د یوناما چارواکو په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو غاړو څخه وغوښتل، چې د جګړې پر مهال نړېوال منل شوي اصول مراعت کړي او د ملکي افغانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

یوه اونۍ مخکې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه خپل کلنۍ رپوټ خپور کړ او ۱۳۹۴ کال یې د ملکي افغانانو لپاره تر ټولو خونړۍ کال وباله.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د رپوټ له مخې په ۱۳۹۴ کال کې ۳۱۲۹ ملکي افغانان وژل شوي او څه باندې ۶۳۰۰ تنه ټپیان شوي، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.