BBC
 شاته

د چین تر ټولو لویه 'وچ اوبۍ' (امفبیا) الوتکه

امفبیا
Image caption يقول الاعلام الصيني الرسمي إن طائرة AG600 هي اكبر طائرة برمائية في العالم د چین رسمي خبري اژانس وايي، AG600 الوکته په ګرده نړۍ کې تر ټولو لویه وچ اوبۍ (امفبیا) الوتکه ده

د چین رسمي خبري رسنیو ویلي، په ګرده نړۍ کې یې تر ټولو لویه 'وچ اوبۍ' [امفبیا] الوتکه جوړه کړې ده، چې په دې سره پر بهرنیو الوتکو د تکیې نه کولو یو نوی ګام ګڼل کېږي.

د چین خبري اژانس (شینخوا) ویلي، د شنبې په ورځ د AVIC په نامه د هوايي چلند دولتي شرکت په زوهای سوېلي سمندرغاړي ښار کې له خپلې لومړنۍ جوړې شوې الوتکې پرده پورته کړه. الوکته د AG600 په نامه ده.

یاده اداره وايي، الوتکه لږترلږه ۴۵۰۰ کیلومتره الوتکه کولای شي، چې ځنګلونو کې د اوروژنې او د سمندري ژغورنې لپاره جوړه شوې ده.

شینخوا د یاد شرکت د عمومي مشر ګینګ روغګوانګ له خولې ویلي، د الوتکې اندازه د بوینګ ۷۳۷ الوتکې له اندازې سره نژدې یوشان ده، چې په اوبو کې کښېناستلی او تللی شي.

د الوتکې وزر د مشهورې H-4 Hercules الوتکې له وزرو ډېر کوچني دي، چې دغه الوتکه د تېرې پېړۍ څلوېښتمه لسیزه کې د جګړو سیمو ته د پوځيانو د لېږدولو لپاره جوړه شوې وه.

خو د هوارډ هیوز له خوا جوړه شوې یاده الوتکه ایله په ۱۹۴۷ کال ایله یوځل والوتله.

شینخوا وايي، د چین دا نوې الوتکه په اوبو کې د تګ لپاره ډېره ګټوره ده او د طبیعي زېرمو معلومولو او لېږد لپاره هم کارول کېدای شي.

د ویلو ده چې دا مهال چین د جاپان، ویتنام او فیلیپین په ګډون له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره په شخړه کې دی. د دوی د شخړې لامل په سمندرونو کې د موجودو اقتصادي سرچینو د حق په تړاو دي.

نوې الوتکه د چین په سوېلي سمندر کې د پراخو عملیاتو لپاره هم یوه ګټوره ګڼل شوې. په دې سمندر کې د الوتکو د کوزېدو او نورو پوځي او ملکي خدمتونو لپاره هوايي ډګرونه هم جوړ شوي.

د ۲۰۱۱ جولای کې چین د نړۍ تر ټولو اوږد سمندري پل جوړ او پرانیسته.

Image copyright Xinhua
Image caption د ۲۰۱۱ جولای کې چین د نړۍ تر ټولو اوږد سمندري پل جوړ او پرانیسته.

دغه پل چې ۴۲،۲ کیلومتره اوږدوالی لري د چین چینګداو د جیاوزو خلیج له لارې له هوانګداو سره نښلوي.

دغه پل هره ورځ د څه باندې ۳۰ زرو ګاډو د تلو راتلو توان لري، چې په لړ کې یې له چینګداو څخه هوانګداو ته سفر ۳۰ دقیقې وخت اخلي.