BBC
 شاته

جرمني کې وژنې؛ پولیسو مونشن یو افغان نیولی

جرمني کې د مونشن ښار پولیس وایي، یو ۱۶ کلن افغان یې نیولی چې د ډېوېډ علي سنبلي له ملګرو دی. سنبلي د تېرې جمعې په ورځ په مونشن کې په یوه پلورنځي کې ۹ کسان ووژل.

پولیس وایي، دا کس یې د بریدګر د طرحې په اړه یې چارواکو ته خبر نه ورکولو او په برید کې د لاس لرلو په شک نیولی دی.

پولیسو وړاندې وویل، ۱۸ کلن علي سنبلي د دغه برید لپاره له یوه کال راهیسې پلان جوړوه.

د مونشن پولیسو پر خپل فیسبوک ولیکل: "ګومان کېږي چې دغه ۱۶ کلن کس په هغه برید کې چوپ لاس لرونکی و."

په دغه وینا کې ویل شوي، دغه ځوان د جمعې تر برید وروسته سملاسي پولیسو ته ورغی او له بریدګر سره اړوند کس په توګه ترې پوښتنې ګروېږنې وشوې.

خو پولیس وایي، دغه افغان ځوان خبرو کې ضد او نقیضې برخې شته. د پولیسو په خبره، هغه اوس د جنایت د طرحې راپور ورکولو کې د پاتې راتلو په ګومان تر څېړنې لاندې دی.

Image copyright
Image caption علي سبنلي په مونشن کې زېږېدلی دی

څېړونکي باید وښيي چې د رېل اصلي تمځای ته نژدې په یوه سینمایي مجتمع کې ټولېدو ته د خلکو وربللو لپاره په یوه فسبوکي پوسټ کې څومره رول درلودلی دی.

بریدګر تر برید وړاندې په دې برخه کې یو جعلي فسبوک پاڼې ته پیغام خپور کړی و او له خلکو یې غوښتي و یوه رستورانت ته لاړ شي چې ډزې پکې وشوې.

له وېنندن نه لیدنه

د المپیا پلورنځي کې د جمعې ورځې په ډزو کې ۷ وژل شوي کسان نوي ځلمیان و، دوه د ترکیې، دوه د المان، یو د پولېنډ، یو یونانی او یو د کوزوو وګړی و.

۳۵ نور کسان ټپیان شول چې یوازې څلور یې په ډزو ټپیان شوي. ډېر له سیمې د تېښتې پرمهال ټپیان شول.

د ایالتي حکومت یوه چارواکي په یوه خبري ناسته کې وویل، قربانیان د بریدګر پخواني ټولګیوال نه و او هغه قربانیان په مشخصه توګه ټاکلي و.

وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې احتمال شته بریدګر دې د ټولنیزو شبکو له لارې اړیکه نیولې وي او هغوی یې د ډوز سیمې وربللی وي.