شاته

د پچیراگام حال، د داعش تر تصفیئ وروسته

د ننگرهار ولایت امنیتي مسولان چې ددې ولسوالۍ لیدلو ته ورغلي و وایی پچیراگام ته د داعش د شینوارو مواصلاتي لاره تړل شوې ده.

تیره اونۍ افغان ځواکونو د یوې نیمې میاشتې جنگ جگړو او نښتو نه وروسته وکړای شول چې د ننگرهار ولایت د پچیراگام ولسوالي د داعش د جنگیالیو له شره پاکه کړي.

اوس ددې ولسوالۍ د تصفیی څخه پنځه ورځی تیریږي خو اوس هم پکې د دې ډلی په لاس د خونړي تاوتریخوالي نښې نښانی هرې خوا تر سترگو کیږي.

داعش په پچیراگام کې د عامو خلکو استوگنځایونه په ورانو کنډوالو بدل کړي، ښوونځي او روغتیایی مرکزونه یی لوټ کړي او اوس هم ددې ولسوالۍ لسهاو تنه یی په گروگان ساتلي دي.

لدې سره سره د سیمې اوسیدونکي لدی څخه خورا راضي دي چې ولسوالي یې د داعش له منگولو خلاصه او لدی شره پاکه شوې ده، خو په عین وخت کې دوي د حکومتي ارگانونو څخه د نورو مرستو غوښتنه کوي.

د پچیراگام د ولسوالۍ یو قومي مشر، ملک کریم وایی. «داعش زمونږ میرمنې او ماشومان ووژل، زمونږ مال یی تالان کړ، هر څه یی یووړل. لدی حکومت څخه مننه چې ځواکونه یی واستول او مونږ سره یې مرسته وکړه چې داعش لدې خاوری وباسي.»

خو سیمه اییز د هغو نهه شپیتو تنو په اړه اندېښمن دي چې د داعش جنگیالیو له ځانه سره وړي دي. ملک تور ددې سیمې یو بل قومي مشر وایی داعش د تیرې یوې نیمې میاشتې په جنگ جگړو کې پنځوس تنه ملکي وگړي وژلي دي.

هغه وایي حکومت په خورا غوره وخت زمونږ مرستی ته ورسید او زمونږ دفاع یی وکړه. انشا الله چې دا سیمه اوس تصفیه شوه او کورنۍ هم بیرته پخپلو مینو کې ځای په ځای شوي دي. په رښتیا چې داعش مونږ سره ډیر ظلم وکړ.»

په همدې ترڅ کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وايي، د پچيراګام ولسوالۍ هغه ټولې سیمې به ورغوي چې د داعش وسله‎والو زيانمنې کړې دي.

هغه دا خبرې هغه مهال وکړې چې د پچيراګام له ولسوالۍ څخه یې لیدنه کوله.

هغه زیاته کړه چې، «له دې وروسته به زموږ پلاوي دې سیمې ته راځي او د هغو کلینیکونو، ښوونځيو او د خلکو د کورونو سروې ترسره کوي چې په تېرو جګړو کې زیانمنې شوي دا به ټول ان‌شاءالله رغول کېږي».

نوموړي وويل، د دې په خاطر چې په دې سیمه کې د بیا ځل لپاره د داعش د ګواښ مخنیوی وشي په سیمه کې به نوې امنيتي پوستې هم جوړې شي.

هغه وویل، « د ولسي مدافعینو لپاره به سنګرونه جوړوو او د دې لپاره چې بیا داعش دې سیمې ته رانه‎شي هغه پلانونه چې د امنيتي ارګانونو ترتیب کړي دي هغه به ان‌شاءالله ترسره کوو».

ددې امنیتي ځواکونو یوه سرتیري هم پدې اړه خلکو ته دا ډاډ ورکړ چې دوي د سیمې د اوسیدونکو د ساتنې دپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

هغه وویل، « زه ارسلا خان یم، دا عملیات موږ د پچيراګام نه شروع کړي او هارون بابا کنډو ته مو رسولي ان‌شاءالله داعشيان نه کاميابېږي دا وطن زموږ دی موږ سر ورکوو خو سنګر نه‌ورکوو».

شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د داعش وسله‎والو د پچيراګام ولسوالۍ په پاس پچير سیمې کې د یو شمیر ملکي وگړو تر ځورولو وروسته د خلکو په لسګونو کورونه وسوځول چې له کبله یی د سیمې خلک دې ته اړ شول چې نورو سیمو ته کډه شي.