شاته

ایران امریکا ته د "غوڅ ځواب" خبرداری ورکړ

د امریکا کانګرس پر ایران د بندیزونو د اوږدولو لایحه ولسمشر اوباما ته وړاندې کړې خو ایران یې په اړه خبرداری ورکړی.

د متحدو ایالتونو کانګرس تیره اونۍ د ایران پر اسلامي جمهوري د لسو نورو کلونو لپاره د بندیزونو د اوږدولو لایحه تایید کړه.‌ دغه لایحه باید ولسمشر باراک اوباما توشیح کړي.

د یکشنبې په ورځ ایراني ولسمشر حسن روحاني دغه کار ته په غبرګون کې وویل چې د کانګرس لایحه د ایران او د شپږو زبر ځواکونو ترمنځ د اتومي تړون خلاف اقدام وباله.

د تړون له مخې ایران به خپل اتومي پروګرام دروي او په بدل کې به یې نړیوال پر هغه هېواد لګېدلي اقتصادي بندیزون لري کوي.

د ښاغلي روحاني خبرې د ایران پر تلویزون هم خپرېدې، هغه وویل "د امریکا ولسمشر اړ دی چې د دغې پرېکړې او په خاص ډول د هغې د عملي کېدو د مخنیوي لپاره خپل اجرايي واک وکاروي. که دا سرغړونه همداسې روانه وه، موږ به یې قوي ځواب ووایو".

د رویټرز خبري اژانس وايي ټاکل شوې چې ولسمشر اوباما دغه لایحه د جمعې په ورځ لاسلیک کړي چې په قانون بدله شي.

امریکايي چارواکي وايي نوې لایحه له ایران سره اتومي تړون نه زیانمنوي او همدغه راز دا لایحه د دې لپاره هم ښه ده که ایران له شوي تړون څخه سرغړونه وکړي، بندیزونه به پرې بیا ولګول شي.

د ایران د ارنا خبري اژانس وايي د یکشنبې په ورځ د ایران د پارلمان د ۲۹۰ غړو له ډلې یې ۲۶۴ کسانو یوه اعلامیه خپره کړې او له حکومت نه یې وغوښتل چې د خپل هستوي پروګرام غني کول بیا پیل کړي.

تېره میاشت د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامنه يي هم ویلي که امریکا پر ایران بندیزونه روان وساتي دوی به یې پر ضد قوي غبرګون وښيي.